د ګلالۍ پر مور او پلار د ترهګرۍ تورونه له نیوکو سره مخ شوي
۱۳۹۹ مهر ۱۳, یکشنبهد پاکستان په شمال لویدیځ کې د پيښور ښار یوې محکمې، د بشري حقونو او ټولنیزې فعالې ګلالۍ اسمعاعیل چې اوس په امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کوي، ۶۶ کلن پلار او سپين سرې مور په ترهګریزو فعالیتونو تورن کړل.
د محکمې دولتي څارنوال محکمې ته وویل چې د پوهنتون تقاعد شوي استاد محمد اسماعیل، ښځه او لور یې په یوه کلیسا کې د بمي برید او د شعیه ګانو پر یوه جومات د یوه ځانمرګي برید ملاتړ کړی دی.
ګلالۍ اسماعیل د پاکستاني پوځ د اسختباراتي سازمان (ISI) له خوا تر په نښه کیدو وروسته ځان پټ کړی وو او د ځمکې له لارې ګاونډي هیواد افغانستان ته لاړه او بالاخره تیر کال امریکا ته ورسیدله.
ګلالۍ ادعا کړې چې د افغانستان له سرحد سره نږدې د پاکستان په شمال لویدیځ کې یې د زرګونو پښتنو د اجباري وژنې او لادرکه کېدنې په اړه اسناد او شواهد راټول کړي وو چې له امله یې د دغه هیواد د استخباراتي ادارې له خوا ګواښل شوې وه.
پاکستاني پوځ د پښتنو په غیر قانوني وژنو او د هغو پر لادرکه کولو تورن دی. ګلالۍ په یوه ټویټ کې د خپل مور پلار د احتمالي تعقیب او وژل کیدو په اړه انديښنه ښودلې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو څانګې له پاکستاني چارواکو غوښتي دي چې «بې بنسټه تورونه دې یوې خوا ته پریږدي او د بشري حقونو د فعالانو بی وقفې ځورونې ته دې د پای ټکې کیږدي.»
پاکستاني فعالانو چارواکي د تور لګونې په برخه کې په جعل کارۍ تورن کړي دي او پر محکمې یې انتقاد کړی دی چې د قانون مطابق چلن نه کوي.
شفیق احمد، هغه فعال چې ویل کیږي دوه واره د پاکستاني پوځ د استخباراتو (ISI) له خوا تښتول شوی دی، د آلمان خبري آژانس ته وویل: «دغه دوسیه ممکن په تر ټولو خراب شکل تیاره شوې وي... محکمې په بشپړ ډول قانون له پامه غورځولی دی.»
فعال او روځپاڼه لیکونکي بلال فارقي چې پر پاکستاني پوځ د انتقاد له کبله پر ملي خیانت تورن شوی دی ویلي: «هیڅ داسې قانون نشته چې هغوی (پوځیان) دې ورته سر ټیټ کړي.»
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص