«د المان زرغون ګوند د اخراج په اړه طالبانو سره مذاکره ردوي»
۱۴۰۳ بهمن ۲۹, دوشنبهد کورنیو چارو د سیاست په برخه کې د المان د زرغون ګوند سیاستوالې لامیا کادور، د «راینیشه پوسټ» ورځپاڼې ته ویلي : «د دا ډول خطرناکو مجرمینو د اخراج غوښتنه د نښې یا علایمو پر وړاندې مبارزه ده، نه د لامل.»
کادور غوښته وکړه: «د افراطي اسلامپاله انګیزې درلودونکي اکثره دغه مجرمین المان ته تر راتګ وروسته رادیکال کیږي. موږ باید دې موضوع ته توجه ډېره کړو او د مخنیوي پر لارو چارو یې پانګونه وکړو.»
د زرغون ګوند دغې سیاستوالې په مونشن کې د افراطي اسلامپالنې انګیزې درلودونکي دغه برید وروسته د مارکووس زودر وړاندیز «تحریکوونکی» وباله.
هغې د راینیشه پوسټ ورځپاڼې ته وویل چې د مسيحي سوسیال ګوند د مشر غوښتنه د بهرني سیاست اړخ له پامه غورځوي.
کادور ټینګار وکړ: «د طالبانو رژیم یو غیر انساني رژیم دی چې ښځې په سیستماتیک ډول سرکوبه کوي او دا کار یې په دې وروستیو میاشتو کې نور هم زیات کړی دی.»
نوموړې زیاته کړه چې طالبانو په وار وار د المان حکومت سره په مستقیم ډول د خبرو اترو له پاره خپله امادګي ښودلې ده: «سړی کولی شي یوازې په دې اړه خبرداری ورکړي، ځکه دا د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو په شان ده، کوم چې موږ تر اوسه پورې د موجه دلایلو پر بنسټ نه دي ټینګې کړي.»
د زرغون ګوند دغې سیاستوالې د راینیشه پوسټ ورځپاڼې ته وویل: «په مګدیبورګ، آشافنبورګ او مونشن کې تر بریدونو وروسته باید د ټپیانو او قربانیانو د کورنیو د ګټو په برخه کې په حساسیت سره چلند وشي، څو هره قضیه په جلا ډول وڅیړل شي او مناسبه نتیجه ګیري صورت ونیسي.»
مارکووس زودر د «بلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي چې له هغه برید وروسته چې په پایله کې ۲ کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شول باید سمدلاسه په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره مذاکرات وشي، څو ډېر خلک دغه هیواد ته اخراج کړای شي. هغه زیاته کړې ده: «باید هره اونۍ یو پرواز ترسره شي.»
یو ۲۴ کلن افغان په دې تورن دی چې د پنجشنبې په سهار یې په قصدي توګه خپل موټر پر مظاهره کوونکو ورځغلولی دی. په دې پيښه کې یوې مور او ماشوم یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه او ۳۷ نور په شدید ډول ټپیان شول. تحقیق کوونکي په دې نظر دي چې دغه پيښه د افراطي اسلامپالنې انګیزې له مخې ترسره شوې ده.