له يونان څخه ۱۱۷ نور مهاجر آلمان ته رسېدلي دي
۱۳۹۹ آبان ۲۱, چهارشنبهد آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې ۱۱۷ تنه نور مهاجر له يونان څخه د چهار شنبې په ماسپين (د نومبر ۱۱ مه نيټه) د آلمان هانور ښار ته رسېدلي دي. زياته شوې چې له دغو مهاجرو څخه یې ۴۳ ماشومان دي چې ۲۱ یې سخت ناروغ دي، او اوس په آلمان کې له خپلو کورنيو سره یوځای شول.
د وزارت له خوا ويل شوي چې ټول رسیدلي مهاجر به اوس د آلمان پر بېلا بېلو ايالتونو وويشل شي. آلمان د دې مهاجرو په منلو سره د روان کال د اپريل میاشتې راهيسې له يونان څخه په ټولیزه توگه ۱۱۹۲ مهاجرو ته پناه ورکړې ده.
د آلمان حکومت د يونان په موريا کمپ کې تر اورلگيدنې وروسته چې دغه کمپ یې په تقريباً په بشپړه توگه ويجاړ کړی وو، د يونان له ټاپوگانو څخه د ۱۵۵۳ هغو مهاجرو د قبولو پريکړه کړې وه چې د پناه غوښتنه یې لا دمخه په يونان کې منل شوې وه.
پر دې سربیره آلمان همدا راز د هغو ۴۰۰ بې سرپرسته ماشومانو د يوې برخې د منلو پريکړه هم کړې وه چې تر اور لگيدنې وروسته د يونان حکومت له ټاپوگانو څخه د يونان ښارونو ته انتقال کړي ول. آلمان له دغو ۴۰۰ ماشومانو څخه د ۱۵۰ د منلو ژمنه کړې وه.
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر له حکومت سره تر سلامشورو وروسته په مارچ مياشت کې پريکړه وکړه چې د اروپايي مرستې نوښت په چوکاټ کې له يونان څخه ۲۴۳ ناروغه ماشومان د هغوی له کورنيو سره آلمان ته راولي. د نوموړي د وزارت په حواله د مرستې په دې پروگرام کې د اروپايي ټولنې يولس غړيو هېوادونو او همدا راز ناروې او صربستان هم برخه اخيستې وه.
آلمان ته د تازه رسيدلو کورنيو پر بېلا بېلو ايالتونو د ويش دليل په آلمان کې د فدرال او ايالتونو گډه طرحه ده. په دې توگه د کورنيو تړاو او په ځانگړي توگه د نويو رسيدلو طبي خدماتو ته اړتيا په نظر کې نيول کيږي.