یونان یو وار بیا ۱۰۰ تنه له افغانستانه ایستلي دي
۱۴۰۰ آذر ۲, سهشنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ نن سه شنبه (د نومبر میاشتې په ۲۳ نیټه) د کابل له هوایي ډګر څخه یوې الوتکې چې ۱۱۹ تنه په کې سپاره ول د یونان بندري ښار تسالونیکي ته پرواز کړی دی.
د یونان د مهاجرت د چارو وزارت په وینا د هغو کسانو په ډله کې چې له کابل څخه یي پرواز کړی دی قاضیان، مدافع وکیلان، خبریالان او د افغانستان د پخواني حکومت یو وزیر هم شامل دي.
د اګست میاشتې په نیمایي کې واک ته د طالبانو د بیرته ستنیدو راهیسې یونان په مجموع کې ۸۱۹ تنه له افغانستان څخه دغه هیواد ته انتقال کړي دي. د یونان د دولتي تلویزون د رپوټ پر بنسټ دغه کسان د پناه غوښتونکو کمپونو ته نه، بلکې هغو کورونو ته انتقال شوي دي چې باید هم هلته و اوسیږي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز