د نوي تعليمي کال پېل: نجونې بيا هم له زده کړو بې برخې دي
۱۴۰۳ اسفند ۳۰, پنجشنبهد طالبانو ادارې د کابل په اماني ليسه کې د جوړو شويو مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د نوي تعليمي کال پېل اعلان کړ.
طالب چارواکو په دې مراسمو کې د هغو په زرونو نجونو هیڅ يادونه ونه کړه چې منځنو ښوونځيو او ليسو ته له تګه بې برخې شوي دي.
د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې دغه ډلې نجونې له ثانوي دورې او لیسو منع کړې او ښځو او نجونو ته په پوهنتونو کې د زده کړو اجازه نه ورکوي.
اړونده موضوع: ستانکزی: د نجونو د زده کړو منع کولو له پاره هیڅ بهانه نشته
د طالبانو د ښوونې او روزنې وزير حبيب الله آغا، وويل چې د تعليمي نصاب اصلاح دوام لري او هغه موارد به چې د دين او عنعناتو سره په ټکر کې دي، له درسي کتابونو څخه حذف شي. خو نوموړي دغه موارد مشخص نه کړل.
نوموړي وویل: «د لویدیځوالو هغه تبليغات چې اسلامي امارت عصري علومو ته پاملرنه نه کوي، بې بنسټه دي.»
د طالبانو د ادارې د معارف وزير وويل: «موږ ښوونځي جوړوو او ترميم کوو یې او درسي نصاب برابروو. په دې نصاب کې نه يوازې ديني علوم بلکې عصري علوم هم شامل کړل شوي دي.»
اړونده موضوع: یونیسف: افغان نجونو ۳ میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي
د طالبانو د آزموينو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني، په دې مراسمو کې ټينګار وکړ چې «د وطن د اولاد ذهن په ماضي کې اشغال شوی وو او پخوانيو حکومتونو داسې نظرونه خپرول چې د اسلام او هېواد په ګټه نه وو.»
ملګري ملتونه او يو شمير نور هېوادونه تل دا ټينګار کوي چې تر څو طالبان پر ښځو او نجونو باندې لګيدلي محدوديتونه لغوه نه کړي، د دغه ډلې اداره به په رسميت ونه پيژني.