آلماني ګوندونو ائتلافي تړون لاسلیک کړ
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۵, دوشنبهد آلمان محافظه پاله ګوند مسيحي ديموکرات (سي ډي يو) او مسيحي سوسيال ګوند (سي اس يو) چې اتحاد سره لري، د آلمان له سوسیال دموکرات ګوند (اس پې ډې) سره ائتلافي تړون لاسلیک کړ. دې سره د آلمان نوي حکومت ته د سه شبنې په ورځ د لوړې مراسمو د ترسره کولو لار هواره شوه.
د آلمان د درو ګوندونو رهبرانو ۱۴۴ مخه تړون چې تېره میاشت د ائتلافي مذاکراتو په دوهم دور کې اعلان شوی و، لاسلیک کړ.
په پام کې ده چې د سي ډي او ګوند مشر، فریدیښ ميرڅ، به سبا سه شنبه د می ۶مه د آلمان د صدراعظم په توګه لوړه وکړي. هغه د ائتلافي هوکړې تر لاسلیک کولو مخکې وویل چې درې واړه ګوندونه به په ګډه او په قاطعیت کار کوي.
نور ولولئ: له پاکستان څخه آلمان ته د افغانانو انتقال ځنډول سوی
مېرڅ وویل: «موږ پوهیږو چې دا تقریباً زموږ تاریخي مسئولیت دی چې دغه ائتلاف د بریا پر لور رهبري کړو. موږ مصمم یو چې دا به په ګډه کوو.»
د بایرن مسیحي سوسیال اتحاد مشر، مارکوس زودر او د سوسیال دموکرات ګوند مشر لارس کلینګبیل، د مېرڅ له تصمیم څخه ملاتړ وښود.
کلینګ بايل، د توافق تر لاسیک کولو مخکې وویل: «نوی حکومت باید بریالی وی. دا اوس موږ پورې اړه لري چې آیا آلمان به د نړۍ نوي نظم ته شکل ورکړي او که نه.»
نور ولولئ: د پناه غوښتني د سیاست د چټک بدلون په اړه د آلمان د نوي حکومت پالیسي
زودر، بيا په خپلو خبرو کې راتلونکی ائتلاف د «مسئولیت منونکې ټولنې» په توګه یاد کړ. هغه وویل: «دا [ائتلاف] ېې کولی شي او دا به یو قوي ټيم وي.»
د «آلمان له پاره بديل« ګوند عريضه
په ورته وخت کې د آلمان له پاره بدیل ګوند (AfD) چې تېره اوونۍ د آلمان د داخلي استخباراتو ادارې د «ښي اړخي افراطي» په توګه درجه بندي کړی پر دې تړاو شکایت کړی او د آلمان د کورني استخباراتو پر ادارې (BfV) یې عریضه کړې ده.
دغه ګوند چې د مهاجرت ضد سیاست تعقیبوي، د آلمان په تېرو دوو عمومي انتخاباتو کې ېې رایې زیاتې شوي دي.
د ګوند د مشرې الیس وایدل، یوه ویاند، دانیل تپ، د آلمان خبري آژانس ته وویل چې په همدې منظور یو لیک د کولن ښار اداري محکمې استول شوی دی.
نور ولولئ: هسپانیا: آلمانۍ جوړه د خپلو کوچنیانو د بندي کولو له امله ونیول سوه
د آلمان د کورني استخباراتو ادارې د جمعې په ورځ د آلمان له پاره بدیل ګوند «د ښي اړخي افراطي» سازمان درجه بندي کړ. دغه ګوند تر دغه اعلان لږ وروسته پر خپله ویب پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې او به هغه کې ېې د آلمان د کورني استخباراتو اداره وننګوله.
په دغه اعلامیه کې د استخباراتو ادارې ته خبرداری ورکړل شوی چې له «درجه بندۍ کولو، یا هم د کټګوري بندی کولو، همدارنګه له نظارت کولو، ورسره د معاملې کولو، یا هم د آزمویلو او یا هم اې اف دې ګوند په عامه توګه د یو «ښي اړخي افراطي په توګه له اعلانولو ډډه وکړي» او دا ډول حرکتونه نه دي نه کوي.
نور ولولئ: د آلمان خارجه وزارت د امریکا د خارجه وزیر نیوکې ته غبرګون ښوولی
په ورته وخت کې په پارلمان کې د آلمان له پاره د بدیل ګوند د تورنګین ایالت مشر، هوکو، باندې په دې خاطر نیوکې شوي چې پر اکس شبکه یو خپور کړي پُست کې ېې د آلمان د کورني استخباراتو ادارې ته خبرداری ورکړی دی. دغه پُست وروسته بېرته پاک کړل شوی دی.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: