د آلمان راتلونکي حکومت درې ګوندي ائتلافي تړون لاسلیک کړ
۱۴۰۰ آذر ۱۶, سهشنبهد آلمان په برلین کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د آلمان سوسیال دیموکرات گوند د زرغون گوند او آزاد دیموکرات گوند له مشرانو سره ائتلافي تړون لاسلیک کړ.
دغه ګام یوه ورځ وروسته له هغې ترسره کیږي چې د زرغون ګوند غړو د ائتلافي حکومت د جوړیدو تړون تصویب کړ. تر دې دمخه سوسیال دیموکرات او همداشان د آزاد دیموکرات ګوندونو غړو هم دغه ائتلافي سند تصویب کړی وو.
د آلمان راتلونکی صدراعظم اولاف شولڅ به په دې اونۍ کې د انګلا میرکل ځای ناستی شي او د صدراعظم په توګه به لوړه وکړي.
د راتلونکي حکومت له پاره یوه تر ټولو ستره ننگونه د کرونا پر ضد مبارزه ده.
کله به حکومت کار پیلوي؟
د ائتلافي تړون سره چې اوس په رسمي ډول لاسلیک شو، د آلمان راتلونکی حکومت به په دې اونۍ کې لوړه وکړي او خپلې چارې به پیل کړي.
په پام کې ده چې اولاف شولڅ به د آلمان د پارلمان یا بوندستاگ، څخه د رای ترلاسه کولو وروسته د صدراعظم په توگه لوړه وکړي. په همدغه ورځ به نوره کابینه هم لوړه وکړي.
د شولڅ په لوړې کولو سره به د تلونکې صدراعظمې انگلا میرکل ۱۶ کلنه کاري دوره په رسمي ډول پای ته ورسیږي. په دې سره به د مېرکل د مسیحي دموکرات گوند دا ځل په پارلمان کې د اپوزیسیون نقش ولري.