محکمه: اوس له جرمني څخه د افغان مهاجرو اخراج ممکن نه دی
۱۳۹۹ بهمن ۱۶, پنجشنبهد جرمني د بادن وورتمبرګ ایالت اداري عالي محکمې حکم صادر کړی او ویلي یې دي چي د کرونا د بحران په نتیجه کي د غربت په تشدیدو سره حتی د هغو افغان مهاجرو اخراج، چي جوړ او د کار کولو قابلیت او توانايي لري، هم باید ودرول سي.
دغي محکمې د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ دریمه) د یوه افغان مهاجر تر اقامې دعوا وروسته د کرونا بحران د عواقبو په دلیل افغانستان ته د پناه غوښتونکو اخراج تر یوه نامعلومه وخت پوري رد کړ.
د محکمې د دغي فیصلې پراساس داسي یو ځوان چي د کار کولو تاوان او قابلیت هم لري، نباید افغانستان ته اخراج سي، ځکه چي «د کرونا پانډمۍ په نتیجه کي رامنځته سوي خراب اقتصادي وضعیت په سبب به هغه ونه سي کولای د قانوني لارو څخه خپل د ورځني ژوند ضروریات، لکه خوراکي مواد، سرپناه او یا صحي امکانات برابر کړي.» دغي محکمې ویلي دي، چي په اوس وخت کي په ټوله جرمني کي د افغان مهاجرو د اخراج ممانعت اعتبار لري.
خو د دغي محکمې قاضیانو دا هم ویلي دي، چي پر دې سربیره په خاصو شرایطو کي کیدلای سي استثناوي وجود ولري. یعني په داسي مواردو کي چي مثلأ تر اخراج وروسته د یوه رد سوي مهاجر د ژوندانه ضروریات د هغه د خپل ملکیت، فامیل یا اجتماعي شبکو له لاري تأمین سي.
دغي محکمې ټینګار کړی دی چي «د کرونا د بحران خرابوعواقبو ته په کتو سره به د غربي هیواو څخه یو اخراج سوی ځوان مجرد مهاجر د کار په بازار کي د کار پیداکیدو «واقعبینانه دورنما» ونه لري.
د دغي محکمې قاضیانو خپل دغه تصمیم د مهاجرت د مسایلو د یوه کارپوه لخوا د مختلفو مسایلو تر څوساعته کتبي او شفاهي دقیقي څیړني او خاصتأ د کابل د وضعیت تر بیان وروسته ونیو. هغوی ویلي دي چي د مدعي مهاجر د فردي وضعیت څیړلو ته په کتو سره دې نتیجې ته ورسیدل، چي په اوسني حالت کي نسي کیدلای افغانستان ته اخراجونه تر سره سي.
جرمني د ۲۰۱۶ م کال له پای راهیسي رد سوي افغان مهاجر اخراجوي. تر اوسه پوري تر هرڅه دمخه هغه پناه غوښتونکي افغانستان ته اخراج سوي، چي جرمونه یې کړي وي او یا د امنیتي لحاظه خطرناکه انګیرل کیږي.