آلمان د روان کال تر پای د افغانانو د انتقال پروسه بشپړوي
۱۴۰۴ شهریور ۱۲, چهارشنبهد آلمان د بهرنيو چارو وزير يوهان واډېفول، پرون سې شنبه د هند په بنګلور ښار کې د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل چې دی غواړي د روان میلادي کال تر پايه پورې د هغو افغانانو د انتقال پروسه بشپړه کړي چې د منل کيدو ژمنه ورسره شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې دا موده یې د پاکستاني اړخ سره چېرې چې دغه له خطره سره مخامخ افغانان ميشت دي، تر خبرو اترو وروسته غوره کړې ده.
اړونده موضوع: «په لسونو نور افغانان هم آلمان ته انتقال سول»
واډېفول، وويل: «موږ د هغوی [پاکستاني چارواکو] له نظر د روان میلادي کال تر پايه د دې پروسې د بشپړولو له پاره وخت لرو.» نوموړي همدا راز زياته کړه: «زه دا موده کافي ګڼم. دا داسې موده چې ټول آلماني چارواکي یې باید د دې له پاره وکاروي څو ټول هغه کسان چې موږ سره یې په ډېرو برخو کې مرسته کړې ده، د آلمان پر فدرالي جمهوريت تکيه وکړای شي.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په حواله دمګړۍ ۲۱۰۰ کسان چې د آلمان د حکومت له لوري یې د منل کيدو ژمنه ترلاسه کړې ده، په پاکستان کې دي. نور ۲۰۰ یې په افغانستان کې دي.
واډېفول، وويل چې دی هغه مايوسي درک کولی شي چې د سې شنبې په ورځ د کابو ۲۰۰ هغو افغانانو له لوري په ليکل شوې ليک کې څرګنده شوې ده چې په دې وروستيو کې له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج شوي دي. په دې ليک کې دغو افغانانو په افغانستان کې د ژوند په اړه خپلې انديښنې او ویره شريکه کړې وه.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير زياته کړه: «زه دا ليک درک کوم خو زه په دې د پوهيدو له پاره يوه ليک ته اړتيا نه لرم چې موږ له دغو خلکو سره کړې ژمنه بايد پر ځای کړو، ځکه چې موږ د قانون پر بنسټ ولاړ يو دولت يو.»
اړونده موضوع: د آلمان دوو وزارتونو ته د افغانانو په اړه سر خلاصی ليک
واډېفول، زياته کړه چې پاکستاني چارواکي اساساً دې ته اماده چې «له افغانستان څخه بيرته دغه کسان ومني که چېرې دا خبره تضمين وي چې آلمان ته د انتقال پروسه یې امکان لري.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې د «بهرني سیاست په برخه کې د وړاندوېنې وړ پاتېدل یې» لوړ لومړيتوب دی.
هغه وويل چې «زه غواړم په راتلونکي کې هم د آلمان له پاره د سيمه ایزو کارکوونکو د جذبولو جوګه واوسم» او دا کار يوازې هغه وخت کيدلی شي چې «دغه خلک ډاډه وي چې د آلمان پر دولت باور کولی شي.»
محکمه: هالند هم بايد افغان سيمه ایز کارکوونکي ومني
د دنهاک يوې محکمې هم د سې شنبې په ورځ پريکړې کړې ده چې هالند بايد په کابل کې د دغه هېوا د سفارت ۴۲ پخواني افغان ساتونکي او د هغوی کورنۍ را انتقال کړي.
د دې پريکړې په دليل کې ويل شوي دي چې د هالند دولت د دې خلکو د پاملرنې دنده په کافي اندازه سرته نه ده رسولې او په دې توګه یې له قانون څخه سرغړونه کړې ده.
دې پخوانيو سيمه ایزو کارکوونکو ادعا کړې وه چې د طالبانو تر حاکميت لاندې له خطر سره مخامخ دي.
اړونده موضوع: په هالنډ کې افغان سفارت د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل خبر ورکړی
تر دې مخه د آلمان يوې محکمې هم د يو شمیر قضيو په ترڅ کې لارښوونه کړې وه چې پخواني افغان سيمه ایزو کارکوونکو ته بايد آلمان ته د راتګ زمينه برابره کړای شي.
د دنهاک د محکمې د پريکړې په حواله دغه افغانان هالند ته تر رسېدو وروسته بايد د ټولو پناه غوښتونکو له پاره د عمومي ارزونې له پروسې تیر شي. دا څه د دغه کسانو د کورنيو پر غړيو هم صدق کوي.
د هالند د حکومت دغه پخواني سيمه ایز کارکوونکي يوازې د ښځې او يا مېړه او همدا راز د هغو اولادونو د ځان سره را وستلو اجازه لري چې ۱۸ کلنۍ ته نه وي رسېدلي.
محکمې همدا شان ويلي دي چې د هالند حکومت که څه هم باید د دغه کسانو د انتقال او سفر مصارف پر غاړه واخلي، خو پر دې به هیڅ اغیز ونه لري چې دغه کسانو ته د سفر له پاره اړين اسناد ورکول کيږي او که نه.