آلمان: د ريلګاډي په حادثه کې دريو کسانو ژوند له لاسه ورکړی
۱۴۰۴ مرداد ۶, دوشنبهپه بادن وورتمبيرګ ایالت کې د ريلګاډي خونړۍ حادثه چې يکشنبه ماښام رامنځته شوې، د لومړيو معلوماتو په حواله یې علت د ځمکې ښوېدل وو. پوليسو ويلي دي چې د يکشنبې په ماښام درانه اورښتونه پټلۍ ته څېرمه د استنادي ديوال د ښوېدو باعث شول چې دا څه بيا د ريلګاډي د حادثې سبب ګرځيدلي.
تر اوسه په پېښه کې د چا د لاس درلودو په اړه هیڅ معلومات نه دی موندل شوي. خو په دې اړه پلټنې رواني دي چې په دقيقه توګه څه د حادثې باعث شوي دي.
د آلمان د هوا پيژندنې خدماتو (DWD) تائيد کړې ده چې په سيمه کې د يکشنبې په ماښام له بادونو سره مل باران ورېدلی وو.
له بايران ایالت څخه مرسته
د «آر اي ۵۵» سيمه ایز ريلګاډی چې کابو ۱۰۰ کسان پکې سپاره ول له سګمارنګن سيمې څخه د اولم په لور روان وو چې د ماښام په ۶ بجو او لسو دقیقو له پټلۍ واوښت.
لږ تر لږه دوه واګنه له پټلۍ وتلي او ښوېدلي دي. د پلټنونکو په حواله د حادثې پر وخت د ریلګاډي سرعت په ساعت کې ۸۰ کيلومتره وو.
په پېښه کې د ریلګاډي چلوونکي، د اورګاډو د شبکې يوه کارکونکي او يوه مسافر ژوند له لاسه ورکړی دی. لږ تر لږه ۴۱ نور کسان ټپیان دي.
تر حادثې سملاسي وروسته د ژغور د عملې په سونو کارکوونکي او همدا راز شپږ د ژغور څرخي الوتکې د پېښې ځای ته رسېدلې وې. له بايرن ایالت څخه د سره صليب مرستندويان هم دغه ګاونډي ايالت ته رسېدلي ول.
د سياستوالو او اورګاډي شرکت د مشرتابه خواخوږي
د دوشنبې په سهار د آلمان د اورګاډو د شرکت مشر ريچارد لوتڅ، د بادن وورتمبیرګ ایالت لومړی وزیر او يو شمیر نور سیاستوال د پېښې ځای ته ورځي څو د ژغور له کارونو څخه ليدنه وکړي.
ريچارد لوتڅ، د یوې اعلامېې له لارې د پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې: «زه خپله ژوره خواخوږي او احساس د هغو کسانو له کورنيو سره شريکوم چې مړه شوي دي. ټپيانو ته ژر تر ژره په بشپړه توګه د رغیدو هیله لرم.» نوموړي همدا راز په سيمه کې له موجودو مرستندويانو څخه هم مننه وکړه.
د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ، هم د ايکس شبکې له لارې د پېښې له قربانيانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.