المان: له افغانستانه د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام بندیږي
۱۴۰۳ اسفند ۱۹, یکشنبهد المان راتلونکي احتمالي صدراعظم فریدریش مرتڅ د شنبې (د مارچ میاشتې ۸ نیټه) په ورځ وویل چې د راتلونکي حکومت له احتمالي شریکانو سره یې په خبرو کې د غیر قانوني مهاجرت په شدید ډول محدودولو موافقه کړې ده.
د دیموکرات مسیحي او سوسیال مسیحي اتحاد ګوندونو څخه مرتڅ، له سوسیال دیموکرات منځ لارې کیڼ اړخي ګوند سره د مذاکراتو تر ختمیدو وروسته وویل چې د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد بې له قانوني اسنادو مهاجر له دې ډلې پناه غوښتونکي له خپلو سرحدونو څخه بیرته ستنوي.
یوې کلیدي سیاسي موافقې ته د رسیدو په خاطر وروسته له څو ورځو مذاکراتو څخه دغه دواړه ګوندونه اراده لري چې اوس په راتلونکي میاشت کې د ائتلافي حکومت د جوړولو په خاطر خبرې اترې پیل کړي.
مرتڅ په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «مونږ به له اروپايي ګاونډیو سره په همغږۍ کې په سرحدونو کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړو.»
د المان راتلونکي احتمالي صدراعظم وویل: «مونږ غواړو چې د ناقانونه مهاجرتونو د کمولو له پاره ټول اساسي قانوني اقدامات ترسره کړو. المان به د ائتلافي حکومت د کار پیلیدو له لومړۍ ورځې څخه په پراخه پیمانه سرحدي کنترول ترسره کړي.»
له افغانستانه د منل کیدو پروګرام بندیږي
مرتڅ د شنبې په ورځ وویل چې المان به همدارنګه «د داوطلبانه منل کیدو پروګرامونه، د بیلګې په توګه له افغانستان څخه پای ته ورسوي او هیڅ نوی پروګرام به پیل نه کړي.»
د المان نوی حکومت همدارنګه د هغو کسانو د کورنیو الحاق چې له فرعي ملاتړ څخه برخمن دي، خو اخراج یې په دې دلیل چې هیواد یې ناامنه ګڼل کیږي، ځنډوي.
مرتڅ همدارنګه وویل چې د المان پولیسو ته دا واک او صلاحیت ورکول کیږي، څو هغه بهرنیان چې له المان څخه په وتلو مکلف دي، د اخراجولو په خاطر ونیسي.
د پولیسو د اتحادیې مشر اندریاس روسکوپف د «راینیشه پوست» ورځپاڼې ته وویل چې دغه طرحه امکان لري او «فدرال پولیس کولی شي هغه عملي کړي.» خو هغه د لا زیات پرسونل، پیسو او تخنیکي امکاناتو غوښتنه وکړه.
انتخابات او د مهاجرت بحث
د فیبرورۍ په ۲۳ له رای اچونې مخګې ټاکنیز کمپاینونه د مهاجرت په اړه له تاودو بحثونو سره پيل شول. د هغو بریدونو لړۍ چې د انتخاباتو په درشل کې له چاقو او موټر سره ترسره شول، ټاکنې یې تر اغیز لاندې راوستل.
دغه بریدونه په عمومي اذهانو کې د ویرې سبب شول او «د المان له پاره بديل» (AFD) تندلاری ښي اړخي ګوند سره یې مرسته وکړه چې په انتخاباتو کې تر ۲۰ سلنې ډیرې رایې ترلاسه کړي
د المان د پخوانۍ صدراعظمې انګلا میرکل له ګوند څخه د هغې پخواني رقیب فریدریش مرتڅ ژمنه وکړه چې بې قانونه مهاجرتونه کنترولوي او د میرکل د هرکلي سیاست برخلاف چې شاوخوا یو میلیونه مهاجر او پناه غوښتونکي یې راوستل عمل کوي.
نوموړی هیله لري چې «د المان له پاره بدیل ګوند» رایې به را کمې کړي. په دغه هیواد کې د دې تندلارې ښي اړخي ګوند وده چې هڅه کوي د نازیانو د تاریخ تیاره دوره خبران کړي، ډیر خلک حیرانه کړي دي.