انځورونه: په آلمان کې ښکلې واورينې منظرې
د واورې ورښت د آلمان يو شمیر ښارونه او سيمې سپينې کړي او په سپينو واورو پوښلو شوو دغو سيمو ښکلې منظرې رامنځ ته کړي دي. د واوري د ښکلا څو بېلګې دلته کتلای سئ:
واوره او ښاري اورګاډی
د واورې د وريدو پر مهال د يو ښاري اورګاډي منظره. آلماني رسنيو د آلمان په يو شمیر ښارونو کې د درنې واورې له وریدو څخه خبر ورکړی. ويل شوي چې تر ټولو ډيره واوره به د يکشنبې په ورځ د (فبرورۍ ۷مه) وريږي.
بوخوم
د آلمان په بوخوم ښار کې د واورې يو تازه انځور. په دغه انځور کې د سړک پاکولو يو موټر د واورې پاکولو پر مهال لیدل کيږي. بوخوم د المان په نورد ویستفالن ايالت کې پروت دی.
فرانکفورت - د عدالت مجسمه
واوره د وريدو په حال کې. په دغه انځور کې د آلمان د فرانکفورت ښار په رومبرګ سیمه کې د عدالت مجسمه ليدل کيږي.
غروب/ لمرکيناستل
د فرانکفورت غروب، دغه انځور د الت کونيک ام تاونس په نوم غره له سره اخیستل شوی دی.
په واورو پوښل شوی رستورانټ
د آلمان د زاکسن انهالت ايالت د اورګاډي په یوه تمځای کې په واورو پوښل شوی یو رستورانټ. د رستورانټ يوازې هغه ځای چې پرې لیکل شوي «تړلی دی» ښکاري.
مور
د آلمان دارمشتات ښار. يوه مور خپل ماشوم د واورې په مخصوصې څوکۍ کينولی او ځان پسې يې کشوي.
د واورې نانځکه
آلمانۍ مجسمه جوړونکې جيني لوکس. هغې د واورې له ورښت نه هم استفاده کړې او په دغه فرصت کې يې د واورې يوه نانځکه جوړه کړې ده.
د واورو مجسمې
بیا هم د آلمانۍ مجسمه جوړونکې جيني لوکس په لاس د یوه کور په مخ کې له واورو جوړې څو مجسمې.
ډنډ
د «اولفتالشپره» په ځنګله کې د يوه ډنډ په غاړه په واورو پوښل شوو ونو يوه ښکلې منظره جوړه کړې ده.
واټ
په واورو پوښل شوی د ونو ډګ ځنګل چې له منځه يې سړک تیر شوی.
پلې لارې
په واوره د پوښل شوي يوه پارک منظره. دغه انځور د شنبې په ورځ چې د رخصتۍ ورځ وي اخیستل شوی چې دوه جوړې په کې لاس په لاس د قدم وهلو په حال کې لیدل کیږي. د نورو خلکو د پښو د پلونو نښې هم پاتې دي.
په ځنګله کې کلا
په واوره کې د آلمان د تاريخي کلا «کريبشتاین» يوه منظره.
پاک کاري
په دغه انځور کې آلمانی کروندګر، کريستين بیسولد، لیدل کيږي چې پر خپل تراکتور د کلي يو سړک له واورې پاکوي.
واوره او دمه
د آلمان د مساپر وړونکي هوايي شرکت لوفت هانزا دغه الوتکې د درنې واورې د ورښت له کبله د فرانکفورت په هوايي ډګر کې خپله دمه نیسي.