په المان کې د پناه غوښتنو شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی
۱۴۰۴ تیر ۱۵, یکشنبهد المان د کډوالۍ او مهاجرت ادارې (BAMF) د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ۲۰۲۵ کال کې په المان کې د پناه غوښتونکو شمېر د پام وړ کم شوی دی. د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال د جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې په مجموعي ډول ۶۱٬۳۳۶ کسانو په لومړي ځل په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله نږدې ۵۰ سلنه کمښت ښيي.
د المان د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل: «د جنورۍ او جون میاشتو ترمنځ ۷۲٬۸۱۸ رسمي پناه غوښتنلیکونه شوي دي چې له دې څخه ۶۱٬۳۳۶ یې لومړني او ۱۱٬۴۸۲ یې بیاځلي د پناه غوښتنې درخواستونه وو.» دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۴،۹ سلنه کموالی ښيي.
چارواکي دا کمښت د المان د سرحدي کنټرولونو سختېدل، د کډوالۍ اړوند د بالکان هېوادونو د تازه تدابیرو او په سوریه کې د سیاسي بدلونونو سره تړلي بولي. په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته ډېر سوریایان له ترکیې څخه خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي. المان په ۲۰۲۳ کال کې د خپلو پولو په اوږدو کې د هغو کډوالو د مخنیوي لپاره چې د سفر کولو لازم اسناد نه لري، سرحدي پلټنې او کنټرول پيل کړې.
په المان کې د نوي ائتلافي حکومت په جوړیدو سره، د آلمان پر پولو دغه پلټنې نورې هم پراخې شوې او قوانين يې سخت کړل. د معلوماتو له مخې اوس چارواکي هغه کسان هم د المان له پولو بېرته ستنولای شي چې د پناه غوښتلو اراده ولري.
بل لور ته د ترکيې د حکومت په وينا، د تیرکال د دسمبر له ۹مې څخه د روان کال د جون تر نيمايي پورې له ۲۷۳ زره ډېر سوریایان په خپله خوښه له ترکيې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د المان د کډوالو چارو د ادارې یا بامف د تازه شمیرو له مخې د ۲۰۲۵ م کال په لومړۍ نیمایي کې افغانستان د ۱۵٬۱۸۱ پناه غوښتنو سره د پناه غوښتونکو په ډله کې لومړی ځای او بیا ورپسې د سوریې هیواد اتباعو په دغه هیواد کې ډیرې د پناه غوښتنې کړي دي چې شمیر ۱۵٬۱۲۷ ښوول شوی دی.