یوه آلمانۍ محکمه د افغان او سوریایي کورنیو په اړه پریکړه کوي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱, پنجشنبهد مانهایم اداري محکمې تر دې مخکې د هغه ګواښ له کبله چې یوې افغانې کورنۍ ته په افغانستان کې د بشري وضعیت له کبله متوجه وو، د هغې د اخراج د متوقف کیدو حکم کړی وو. اوس نو باید فدراله اداري محکمه پریکړه وکړي چې دغه ګواښ موقتي دی او که د اوږدې مودې.
له هغه وخت راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي، دې هیواد ته له آلمان څخه د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ دریدلې ده. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وروستیو وختونو کې ویلي دي چې اوس افغان پناه غوښتونکي په آلمان کې د پاتې کیدو ډیر چانس لري.
آلمان ـ د يو مهاجر پر اخراج ۲۰۰ زره يورو مصرف راغلی
د سوریایي کورنۍ په مورد کې چې تر دې مخکې یې د پناه غوښتنلیک رد شوی وو، باید محکمه پریکړه وکړي چې آیا هغوی د دویمې محکمې حق لري او که نه. دا پریکړه ځکه فدرالې اداري محکمې ته رسیدلې ده چې دغې سوریایي کورنۍ په خپل وخت د خپلې غوښتنې د رد کیدو پر ضد اقامه دعوا نه وه کړې.
د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره په اکثرو مواردو کې هغو کسانو ته چې د پناه غوښتنه یې رده شوي وي، دوه اوونۍ وخت ورکوي چې د پریکړې پر ضد اقامه دعوا وکړي. اوس نو باید فدراله اداري محکمه پریکړه وکړي چې د دغه شان ضرب الاجلونو تعیینول قانوني دي او که نه.
په دې ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: