په آلمان کي سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو انځورونه
د آلمان په دوو ايالاتونو کي تر سېلابونو وروسته د يووالي او خواخوږۍ څپه. ځيني خلک د مرستې په موخه سیمې ته روان شوي. په څو ساعتو کې د جامو او ضروري توکو په سلونو زره بستي راټولي شوي. انځورنه يې دلته کتلای شئ:
د آلمان په دوو لوېديځو ايالاتونو نوردراین ویستفالن او راينلند فالتڅ کې له سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ او يووالي څپه. د هغو ښخو عکسونه چې له بیلونو او سطلونو سره د خپلو سیلاب ځپلو دوستانو، د مرستې له پاره سيمې ته ورغلي.
سېلاب ځپلې سيمې "باد نویهآر" اوسیدونکي د خپل ښار د سړکونو او واټونو د پاکولو کار پيل کړی، خټې، خزلي او ککړي اوبه راټولوي.
ودانیو ته د خټينو اوبو په ننوتلو سره د اوسیدونکو ژوند ته درانه زيانونه اوښتي. د ښار هغه سیمو خلک چې له سېلاب څخه خوندي پاتي شوي، د ځپلو ښاريانو مرستې ته ورغلي.
يوازي په څو ساعتونو کې په زرونو د مرستو توکي د راینلند فالتڅ ايالت په "نوربورگرینگ" کې د موټر چلولو ستديوم ته وليپږدول شو. په سلونو نور کسان د مرستو د بسته بندۍ له پاره دغه ځاي ته ورغلي ول.
په راينلند فلتڅ ايالت کي د موټر چلولو ستدیوم "نوربورگرینگ" د وګړو له پاره د مرستې له توکو ډک شوی.
د وسم سيمې اوسیدونکي د سېلاب د مخنيوي په موخه د ريګو بوجيو په پورته کولو سره له خپلو پوځيانو سره مرستي ته وردانګلي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د راپور له مخې په سېلاب ځپلو سيمو کي کابو ۲۲ زره مرستندويان کار کوي. پوځيان بيا په سیمه کي له سترو پوځي موټرو سره د سيلاب ځپلو مرستي ته ورغلي دي.
د اطفائيې ځواکونو تر څنګ، سرو صليب او د تکنیکي "THW" مرسته رسونکي چې په ټوله نړۍ کې له ستر نوم او لوړ شهرت څخه برخه من دي هم د مرستې له پاره سیمې ته استول شوي.
د ښاروالۍ کارکوونکي په ډېري چټکتيا سره واټونه له خټو څخه پاکوي، تر څو وګړي خپل عادي ژوند ته راوګرځي.
مرسته رسوونکي له سېلاب ځپلو سره د مرستې له پاره په "ارفتشتاد" سیمه کي ځای پر ځای شوي.
د آلمان جمهور رئيس فراتنک والتر شټاين ماير په سېلاب ځپلو سیمو کي له مرسته رسونکو سره خبري وکړي او د هغوی له هڅو يې مننه وکړه.
د راینلند فالتڅ ايالت د "آلتنآر" "آلتن بورگ" سیمه چې تر سېلاب دمخه او وروسته ښودل شوي. دلته د اوبو حجم او پر کورونو د راتلو سرعت يې دومره چټک وو چې ټول اوسېدونکي يې ناببره راګر کړل.