آلمان غواړي پر نوو اوکرايني مهاجرو دولتي مرستې بندې کړي
۱۴۰۴ مرداد ۱۶, پنجشنبهکه چېرته د آلمان د ائتلافي حکومت دغه طرحه تائید شي، هر اوکرایني مهاجر به په میاشت کې کابو ۱۰۰ یورو حکومتي مرستې له لاسه ورکړي.
دغه طرحه مخکې له دې چې د روان کال تر پایه لازم الاجرا شي، باید د آلمان د کابينې او د پارلمان د مشرانو جرګې له خوا تائید شي.
د مرستو اوسنی بهير
آلمان ته رسېدلي اوکرايني مهاجر د پناه غوښتنې له بهیر پرته په مستقیمه توګه د اروپايي ټولنې د موقتي محافظت له رفاهي مرستو برخمن کیږي.
د نوې طرحې پر اساس چې رويټرز خبري آژانس وايي د چهارشنبې په ورځ ېې ليدلې، هغه اوکرایني مهاجر چې د ۲۰۲۵م کال د اپريل میاشتې له لومړۍ نېټې آلمان ته رسېدلي، نور به د اتباعو له استحقاقونو یا بورګر ګیلډ محروم او پر ځای به د پناه غوښتنې د مقرراتو مطابق ورسره مرستې کیږي چې کمې دي.
د اوکرایني مهاجرو شمېر
په آلمان کې له اوکراينه راغلي شاوخوا ۱ اعشاریه ۲۵ ميلیونه مهاجر ژوند کوي. د آلمان پخواني حکومت ويلي وو چې په سلونو زرواوکرایني مهاجرو کارونه موندلي دي. د رسمي ارقامو له مخې د روان کال د اپریل میاشتې له لومړۍ د جون میاشتې تر ۳۰مې د روسیې پوځي یرغل سره په تړاو شاوخوا ۲۱ زره اوکراينیان، آلمان ته مهاجر شوي دي.
آلمان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي تر څو پر اوکرايني مهاجرو د رفاهي مرستو مقدار راټيټ کړي، هغه په دې دلیل چې دغه هېواد غواړي په دې برخه کې لګښتونه راکم کړي.
د مرستو د کمولو غوښتنه
دا په داسې حال کې ده چې د بایرن ایالت لومړي وزیر، مارکوس زودیر، د یکشنبې په ورځ وویل چې رفاهي مرستې دې نه یوازې پر نوو رسېدلو، بلکې پر ټولو اوکرایني مهاجرو کمې شي.