د حکومتي پور د حد ټاکلو پر سر د آلمان د ګوندونو تاريخي توافق
۱۴۰۳ اسفند ۲۹, چهارشنبهد فریدیش میرڅ په مشرۍ د آلمان په انتخاباتو کې بریالي اتحادي ګوند دموکرات مسیحي/سوسیال مسیحي (CDU/CSU) او سوسیال دموکرات ګوند (SPD) له زرغون ګوند سره د حکومتي پور د حد لوړولو طرحې باندې ابتدايي توافق ته رسيدلي دي.
د پور دغه اصلاحي طرحه، چې د یاد دموکرات مسیحي او سوسیال مسیحي اتحادي ګوند او سوسیال دموکرات ګوند له خوا وړاندې شوې وه، دفاعی بودیجه ېې د آلمان په اساسي قانون کې له درج شوي محدودیت څخه مستثنی کړې او د زیربناو په برخه کې د پانګونې له پاره یې یو ۵۰۰ میلیارډ یوروي (۵۴۵ میلیارډ ډالر) صندوق جوړ کړی دی.
نور ولولئ: سيپري: اوکراین اوس د وسلو واردونکو هیوادونو په سر کې دی
رویټرز خبري آژانس مذاکره کونکو ته د نژدې سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې په دغه توافق کې د اقتصادي او اقلیمي بدلون صندوق له پاره یو۱۰۰ ميلیارډ یوروی تخصیص هم شامل دی.
دغه توافق ته د آلماني سیاستوالو غبرګون
مېرڅ د دغه توافق په اعلانولو سره وویل: «آلمان بېرته راګرځېدلی. دا زموږ شریکانو، دوستانو او همدارنګه زموږ د ازادۍ دښمنانو ته یو ښکاره پیغام دی چې موږ له خپل ځانه پر دفاع قادر یو او اوس په بشپړه توګه له ځانه دفاع ته چمتو یو.»
نور ولولئ: آلمان د عسکرو له شدید کمښت سره مخامخ دی
هغه زیاته کړه چې په بوندېستاګ یا د آلمان په مرکزي پارلمان کې د پور طرحې تر تصويبېدو وروسته، آلمان به اوکراین ته د ۳ میلیارډ یورو په ارزښت پوځي مرستې بېلې کړي. فریدیش میرڅ ټينګار وکړ: «د اروپا په لويه وچه کې د ازداۍ او سولې له پاره به په مالي سرچینو کې هېڅ کمښت شتون ونه لري.»
د سوسیال دموکرات ګوند ګډ مشر، لارس کلینګبایل، دغه طرحه د اروپا تر ټولو ستر اقتصاد له پاره چې موخه یې آلمان دی «یو ځواکمن محرک» وښوده. هغه وویل: «موږ د ودې او دفاع مسیر ته د آلمان د بېرته راګرځېدو له پاره یوه ځواکمنه ستنه رامنځ ته کړې ده.»
تر نوی پارلمان مخکې د طرحې تصویب
زرغون ګوند په ابتدا کې له دغې طرحې سره مخالفت کړی و، خو د دغه ګوند ملاتړ ضروري وو تر څو د بوندېستاګ له خوا د آلمان په اساسي قانون کې د اصلاح له پاره دوه په دریم لازم اکثریت ته لاسرسی رامنځ ته شي.
مېرڅ غواړي دغه طرح د نوي پارلمان چې د مارچ په ۲۵مه خپل کار پیلوی مخکې تصویب شي، تر څو په نوي پارلمان کې د کيڼ اړخو او ښي اړخو افراطي استازو له خوا یې تصویب له خنډ سره مخ شوی نه وي. دغه طرحه د بوندیستاګ یا د آلمان مرکزي پارلمان له خوا تر تصویب کېدو وروسته باید د بوندیس رات له خوا هم د دوه په دريمه برخه اکثریت سره تائید شي.