په المان کې د ډېرو اولادونو درلودونکو کورنیو شمیر لوړ شوی
۱۴۰۴ تیر ۴, چهارشنبهنوي شمیرې ښيې چې له ۲۰۱۵م کال وروسته د مهاجرتونو له امله د څو اولاده لروونکو کورنیو شمیر په المان کې زیات شوی دی. د المان د ارقامو فدرالي ادارې د سه شنبې (د جون میاشتې ۲۴ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴م کال کې یو پر څلورمه برخه (۲۶ سلنه) د ماشومانو په داسې کورنیو کې ژوند کولو، چې لږ تر لږه دری ماشومان یې درلودل.
د هغو ماشومانو شمیر چې په څو اولاده کورنیو کې یې ژوند کولو په ۱۹۹۶م کې له ۲۵ سلنې په ۲۰۱۵م کال کې ۲۳ سلنې ته را ټیټ شوی و، خو دا رقم په ۲۰۲۴م کال کې یو ځل بیا ۲۶ سلنې ته لوړ شوی دی.د المان د احصايې فدرالي ادارې ویلي دي: «په تیرو لسو کلونو کې د دې بدلون دلیل تر ټولو ډیر له ۲۰۱۵ م کال وروسته د مهاجرو راتګ دی.»
په شمیرو کې توپیر
د المان د احصایې فدرالي ادارې ارزونې ښيي چې د درو یا تر دې زیاتو ماشومانو درلودل د مهاجرت پسمنظر لرونکو کورنیو کې د هغو کورنیو په پرتله لوړ دی چې بهرنۍ ریښې نه لري، با په بل عبارت د المان بومي اوسیدونکي دي.
په ۲۰۲۴م کال کې د مهاجرت پسمنظر لرونکو ۱۹ سلنه کورنیو کې لږ تر لږه ۳ ماشومانو ژوند کولو، په داسې حال کې چې په نورو کورنیو کې بیا دغه کچه یوازې ۱۰ سلنه وه.
په المان کې ۸ سلنه د ماشومانو تیر کال له درو یا تر دې زیاتو خوېندو ورونو سره په یوه کور کې ژوند کولو. تیر کال د هغو ماشومانو شمیر چې له دوو خوېندو ورونو سره یې په یوه کور کې ژوند کولو، ۱۸ سلنه و. ۴۴ سلنه ماشومانو یوازې له یوې خور یا یو ورور سره په یوه کور کې ژوند کولو او ۳۰ سلنه نورو بیا خور یا ورور نه درلود.
ډیری لوی کورنۍ د المان په لویدیځ کې دي
د المان په لویدیځو ایالتونو کې د لویو کورنیو ونډه ۱۳ سلنه زیاته ده، په داسې حال کې چې دغه ونډه د المان په ختیځو ایالتونو کې یوازې ۱۱ سلنه ده. دغه شمیرې د یوې کوچنۍ سرشمیرې په پایله کې ترلاسه شوي چې په هغې کې په کلني ډول یوازې یو سلنه خلک پوښتل کیږي.
دغه شمیر د هغو کورنیو په اړه صدق کوي چې مور پلار او ماشومان یې په یوه کور کې ژوند کوي او هغه تنکي ځوانان چې د مور پلار له کوره وتلي دي، په دې ارقامو کې نه شاملیږي.