آلمان ته د نورو افغانانو انتقال او په اړه یې سخت غبرګون
۱۴۰۴ فروردین ۲۵, دوشنبهد آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند سره تړاو لرونکي دې سياستوال وويل: «له یوه سرپرست فدرالي حکومت څخه د سياسي شايستګۍ غوښتنه کيږي، څو اعتدال وساتي او هغه څه ته شدت ور نه کړي چې نوي فدرالي حکومت ته به لکه څنګه چې څرګنده ده، د منلو وړ نه وي.»
اړونده موضوع: د نوي حکومت تر جوړښت پوري آلمان ته د افغانانو د انتقال د ځنډولو غوښتنه
نوموړي وویل دا چې د آلمان د بهرنيو چارو وزیره انالېنا بېربوک، غواړي له دندې څخه د ګوښه کيدو په اصطلاح وروستۍ شیبه کې دا ډول پراخې اغیزه لرونکي او «د ټولنو قطبي کوونکي اقدامات» په پرله پسې ټوګه ترسره کړي، «په رښتيا رسوايي او بشپړه خپلسري» ده.
د نوي صدراعظم له ټاکل کیدو د مخه نور پروازونه
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د يوه وياند په حواله په روانه مياشت کې له پاکستان څخه آلمان ته د افغانانو درې نور پروازونه پلان شوي دي: د راتلونکې چهارشنبې په ورځ، همدا شان د اپريل پر ۲۳ او ۲۹مه نيټه.
د وزارت د معلوماتو په حواله، په ټولیزه توګه به په دريو چارتر الوتکو کې هغه افغانان انتقال شي چې په افغانستان کې یې د آلمان د پوځ او بنسټونو سره کار کړی او همدا شان په ځانګړي توګه له خطر سره مخامخ افغانان لکه د بشري حقونو مدافع وکيلان او د ښځو د حقونو فعالانې.
د مارچ میاشتې پر ۱۰مه نيټه د بهرنیو چارو وزارت يوې ویاندې ويلي ول چې له افغانستان څخه تقریباً ۲۸۰۰ کسانو ته په آلمان کې د منل کيدو ژمنه ورکړل شوې ده او دا چې دغه ژمنې د آلمان د فدرالي حکومت له نظره قانوني بڼه لري.
په مارچ میاشت کې د آلمان هانور ښار ته يوه الوتکه چې ۱۷۴ افغانان، ښځې او نارینه پکې سپاره ول، ورسېدله. دغو افغانانو په آلمان کې د منل کيدو ژمنه ترلاسه کړې وه.
د آلمان د مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات ګوند ترمنځ په ائتلافي تړن کې ویل شوي: «موږ به د آلمان د حکومت د منلو رضاکارانه پروګرامونه تر کومه چې امکان لري، ودروو [د مثال په توګه له افغانستان څخه] او هیڅ نوي پروګرامونه به نه پیليږي.»
اړونده موضوع: المان: له افغانستانه د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام بندیږي
د زاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير آرمين شوستر، وويل: «د منلو له پروګرامونه سره دې په مطلق شمیر کې ډېر لږ کسان راوستل شي.»
نوموړي وویل چې د تر لسو کلونو څخه د ډېرې مودې راهیسې روانې مهاجرت د کابو بې کنتروله تګلارې وروسته، دا کسان داسې ښارونو او ناحيو ته استول کیږي چې د مالي تمويل او مرستو له پلوه په بشپړه توګه بې برخي پاتې دي.
نوموړي همدا شان وويل چې د بريالي ادغام خبره خو لا هيڅ نه ده مطرح. شوستر، همدا زار زياته کړه چې د هغو خپلوانو ستر شمیر چې محافظت ته د اړ کسانو په توګه له پيژندل شويو سره دې هېواد ته راغلي دي، ښيي چې دا پروګرام نور له کنتروله وتلی دی.
شوستر: اخراج ته دې ښه پاملرنه وشي
شوستر، چې د خپل مسيحي ديموکرات ګوند له لوري له سوسيال ديموکراتانو سره په ائتلافي مذاکراتو کې شامل وو، نیوکه وکړه چې د انالېنا بېربوک، په مشرتوب بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره موجود لږ او پيچلي ديپلوماتيک امکانات ظاهراً د دې له پاره کارولي چې په زرونو کسان آلمان ته انتقال شي، د دې پر ځای چې د هغو کسانو د بیرته استولو له پاره زيار ايستل شوی وای چې په څو ځلي یې په شديدو جرمونو لاس پوری کړی او يا هغه ښکاره او څرګند اسلامستان چې د هر ډول ميلمه پالنې حق یې له لاسه ورکړی.»