د آلمان پارلمان غړي څومره معاشونه او لګښتونه لري؟
۱۴۰۰ شهریور ۲۹, دوشنبهد آلمان په اساسي قانون کې واضح شوي چې د پارلمان غړو مالي ملاتړ په هغي اندازه وي چې بل عاید ته ضرورت ونه لري.
د آلمان په پارلمان کې استازيتوب د نورو ورته کارونو په څير نه دی. د استازيتوب کار د انتخاباتو پر بنسټ او د خلکو پر رايو دی، چې د کار موده يې هم تر نورو ټاکنو پوري وي. د قانون له مخې استازی بايد پر خپلو وظايفو او کار تمرکز وکړي. دا په دې معنا نه ده چې ګواکي اجازه نه لري بل ځای کار وکړي.
د آلمان سترې محکمې (د آلمان د اساسي قانون د ساتني محکمه) دغه ډول يعني د بل ځای کار کولو ممانعت نه دی کړی؛ البته استازي پوره معاش اخلي او نور اضافه وخت ورته نه پاتيږي. د آلمان د اساسی قانون د ۴۸ مادي په دريم بند کې دا واضح شوې ده چې استازي بايد له مالي پلوه تر هغه اندازي تامين شي چې نورو تنخوا وو ته اړتيا و نه لري.
د يوه استازي منځنی عايد بايد د محکمې د قاضي په اندازه وي. دغه معاش اوس ،۱۰ زره او ۱۲ يورو او ۸۹ سنته دی. دا خالص معاش دی چې د جدول له مخې بايد له هغې څخه ماليه، د روغتيا بیمه او د تقاعد پيسې وګرځول شي. په ورته وخت کي استازي د «لګښت مرستي» په نوم يوه اندازه نوري پيسې هم تر لاسه کوي چې هغه د دوی د اړوند کارونو د لګښت له پاره دي.
د آلمان پارلمان هر استازی په عملي توګه دوه ځايه کار کوي: لومړی په بوندستاګ (فدرالي پارلمان) چې ناستون يې په برلين کې دی او دويم په خپله انتخاباتي حوزه کې.
طبعاً چې هر استازی په خپله انتخاباتي حوزه کي لګښت لري. له بله پلوه هر استازی باید په برلین کي د اوسیدلو له پاره ځای ولري او کرايه يې د دولت له خوا ورکول کيږې. د دغو دواړو لګښتونو اندازه هم د هر استازي له پاره د جنورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه د قيمتونو لوړوالي ته په پام سره ټاکل کيږي. په اوس وخت کي دغه اندازه پيسې په مياشت کي ۴۰۰۰ او ۵۶۰ يورو او ۵۹ سنته دي چې مالیات پکې شامل نه دي.
د کار فضا
د آلمان پارلمان د کال په اوږدو کي څه ناڅه ۲۰ جلسي کوي او د پارلمان د غړو له پاره پکي ګډون الزامي دی. د هر يوه استازي او د دفتر رئيس له پاره يو ځای چې ستر والی يې ۴۵ متر مربع وي ورکول کيږې. دفتر فرش، موبل او فرنيچر د ټولو ارتباطي وسایلو سره ورته چمتو کيږې.
استازي کولي شی د تګ راتګ له پاره د پارلمان له وسايلو څخه ګټه واخلي. دغه راز هغوی په ټول هيواد کې په ريل ګاډو کې د سفر يا تګ له پاره پرته له کرايې ورکولو خاص کارتونه تر لاسه کوي او د کاري چارو تر سره کولو په موخه سفر کول په داخلي الوتکه کې وي چې د هغه لګښت هم ورکول کيږې.
هر استازی په کال کي ۱۲ زره يورو د اداري ضرورتونو له پاره تر لاسه کوي. دغه بودجه البته چې په نغدي توګه نه ده، بلکي هغه وسایل، لکه لپ ټاپ، موبایل، انترنيت او ديجيتالي تجهيزاتو له پاره دي.