په سویډن کې د بريد پلان: په آلمان کې دوه افغانان محکوم شوي
۱۴۰۳ اسفند ۹, پنجشنبهدوه افغانان له داعش یا «اسلامي دولت» ډلې سره د تړاو په شک او د سويډن پر پارلمان د بريد پلانولو له کبله د بند په سزا محکوم شوي.
ویل شوي دوو شکمنو کسانو چې د ابراهيم ام. جي او رامين ان. په توګه پيژندل شوي، احتمالاً د بريد هڅه کړې وه خو د خپل پلان د عملي کولو له پاره د وسلو په رانيولو نه و توانيدلي.
د آلمان د تورنګن ایالت يوې لوړې سيمه ایزې محکمې د یوې اعلاميه په ترڅ کې وويل چې دغه کسان «په سويډن کې د قرآن شريف د سوځولو په غبرګون کې د پارلمان د غړو د وژنې» د پلان جوړولو له کبله مجرم پيژندل شوي دي.
اړونده موضوع: په آلمان کي د يوه افغان محاکمه؛ هغه په چړې سره بريد کړی وو
ابراهيم ام. چې ۳۰ کلن دی د پنځه کلونو او شپږو میاشتو بند په سزا او رامين ان. چې ۲۴ کلن دی، د څلورو کلونو او دوو مياشتو د بند په سزا محکوم شوی دی.
د محکمې له لوري ويل شوي چې دغه کسان چې يو یې په ۲۰۱۵ او بل په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته رسېدلي ول، له «اسلامي دولت» ډلې سره یې خواخوږي درلودله.
محکمې همدا شان زياته کړې ده چې د ۲۰۲۳م کال په اګست مياشت کې ابراهيم ام. جي. د اسلامي دولت خراسان څانګې غړيتوب ترلاسه کړی وو.
د محکمې له لوري ويل شوي دي چې دې دوو نارينو «د پارلمان د غړو او هغه چا د وژلو پلان جوړ کړی وو چې د وسلې له لارې د سويډن د پارلمان په ساحه کې د بريد د مخنيوي هڅه وکړي.»
دې کسانو په انترنت کې د ستاکهولم د ځایونو په اړه او دا چې څرنګه سويډن ته سفر وکړي او څرنګه وسله ترلاسه کړي، لټون کړی وو.
زياته شوې چې دوی چيک جمهوريت ته هم سفر کړی و څو هلته په تور بازار کې وسلې راونيسي خو دا پلان یې نه وو بريالی شوی.
دا کسان د ۲۰۲۴م کال په مارچ مياشت کې د آلمان په ختیځ ګيرا سيمه کې نيول شوي ول.
دواړه نارينه د يوه جرم د ترسره کولو له پاره د پلان جوړولو له کبله مجرم پيژندل شوي دي. ابراهيم ام. جي. د یوې ترهګرې ډلې د غريتوب او رامين ام. د يوه ترهګریز سازمان د ملاتړ له کبله هم مجرم پيژندل شوی دی.
اړونده موضوع: په مونشن کې پر خلکو د موټر ځغلونې پېښې یوې ټپي ښځې ساه ورکړه
د دې پلان جوړولو تر مخه موندل شوې وه چې ابراهيم ام. جي. د سوریې په الهول کمپ کې د اسلامي دولت ډلې د جنګيالو د ښځو او ماشومانو د ملاتړ په موخه د بانک يوه ايراني حساب ته ۲۰۰ يورو هم استولې وې.
نوموړي د محاکمې په ترڅ کې پر خپلو ټولو جرمونو اعتراف وکړ.
په دې وروستيو کلونو کې په آلمان کې سخت دريځو اسلامپالو يو شمير بريدونه ترسره کړي دي چې تر ټولو خونړی یې په ۲۰۱۶م کال کې په برلين کې د کرسمس پر بازار بريد وو چې ۱۲ کسان پکې وژل شوي ول.
د اسلامي انګیزې درلودو شک په دې وروستيو کې په آلمان کې پر ترسره شويو بريدونو کې هم کيږي چې د چړې بريدونه او همدا شان پر خلکو د موټر غځولو بريدونه پکې شامل دي. دې بريدونو د مهاجرت په تړاو هم تاوده بحثونه پارولي دي.
د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر میاشت کې آلماني څارنوالانو پر دوو سوريايي ورونو په سويډن کې پر يوه کليسا باندې د بريد پلانولو له کبله د اقامې دعوا کړې وه. دغه بريد په سويډن کې د قرآن پاک د سوځولو له کبله د اسلامي دولت د انګیزې اخیستلو له مخې پلان شوی و.
په سويډن کې په ۲۰۲۳م کال کې د قرآن پاک د سوځولو يو شمير پېښې رامنځته شوې چې په ډېرو کې یی مهاجرو لاس درلود. دې پېښو د نړۍ مسلمانانو سخته غوسه پارولې وه.