آلمان د م. م. د مهاجرو د منلو يو پروګرام درولی دی
۱۴۰۴ فروردین ۲۰, چهارشنبهد آلمان د مهاجرت او کډوالو چارو فدرالي ادارې (BAMF) د سې شنبې په ورځ تائید کړه چې آلمان د ملګرو ملتونو د مهاجرو د منلو د یوه پروګرام چې دغه هېواد پکې له څو کلونو راهېسې شريک وو، په موقتي توګه د درولو امر کړی دی.
دا پروګرام د هغو مهاجرو له پاره طرحه شوی دی چې په ځانګړي توګه د محافظت اړتيا لري لکه ماشومان، د شکنجې قربانيان او يا هغه چې په عاجله توګه درملنې ته اړتيا لري او نه شي کولی په هغه هېواد کې پاته شي چې لومړی ورته رسېدلي وي.
اړونده موضوع: امنېستې انترنيشنل: آلمان دې د افغانانو منلو ته ادامه ورکړي
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ د آلمان د برخې وياند کرس مېلڅر، وویل چې دا پروګرام د «د ائتلافي مذاکراتو په ترڅ کې» درول شوی، چې د آلمان د محافظه پال مسيحي ديموکرات اتحاد (CDU) او سوسيال ديموکراتانو (SPD) ترمنځ روان دي.
نوموړي وويل: «موږ داسې انګيروو چې دا به دوام پيدا کړي، «تر څو نوی د کورنيو چارو وزير نه وي غوره شوی.»
د آلمان د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» ته تائيد کړې ده چې د دې پروګرام په ترڅ کې د مارچ میاشتې له نيمايي راهېسې یې د عريضو منل ځنډولي دي او يوازې هغه قضیې چې پر مخللي دي، پروسس کوي.
برلين له ۲۰۱۲م کال راهېسېې په دې پروګرام کې برخه اخلي او له نورو هېوادونو څخه چې مهاجر ورته لومړی رسېدلي وي، په ځانګړي توګه ډېر له خطر سره مخامخ یې قبلوي او هغوی ته د اوسېدو درې کلن جواز ورکوي.
په کال کې په اوسط ډول د ۵۰۰۰ مهاجرو په منلو سره آلمان تر امريکا او کاناډا وروسته هغه دريم هېواد دی چې ډېر دغه ډول کسان مني.
د دې پروګرام تر نیمايي ډېر کاروونکي سوريايان دي، خو د عراق، يمن، سوډان، جنوبي سوډان، کانګو جمهوريت، سوماليا او اريتريا څخه هم خلک د پناه غوښتنه کوي.
آلمان د اروپايي کمېسيون سره د ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م کلونو له پاره په کال کې د ۶۵۵۰ کسانو د منلو ژمنه کړې ده او په دې موخه له اروپايي ټولنې څخه بودجه ترلاسه کوي.
آیا د آلمان د مهاجرت تګلارې د بدليدو په حال کې دي؟
د آلمان احتمالي راتلونکي صدراعظم فريدرش مېرڅ، په فيبرورۍ میاشت کې د آلمان په فدرالي ټاکنو کې مهاجرت د خپل کمپاين اصلي موضوع ګرځولې وه.
د مهاجرت او جرمونو ترمنځ د ارتباط له ویرې څخه په ګټه اخیستنې چې د ارقامو له مخې ثابت شوی هم نه دی، نوموړي هڅه وکړه د مهاجرت کلک قوانين د پارلمان له لوري تصويب کړي، خو بريالی نه شو.
انتقاد کوونکي استدلال کوي چې دغه وړاندیز شوي مقررات لکه چې د پولې دوامداره کنترول، د آلمان او هم د اروپايي اتحادیې له قوانينو څخه سرغړونه ده. پر دې سربیره نوموړی نه يوازې د ډېر ښي اړخو رایه ورکوونکو د رایو د ترلاسه په هڅه تورن شو، بلکي په دې هم چې د «آلمان له پاره بديل» ډېر ښي اړخي ګوند په تړاو یې سياسي «محافظتي دیوال» يا له د دغه ډول ګوندونو سره د نه همکارۍ تابو هم مات کړ.
اړونده موضوع: اوس هم ۲۸۰۰ افغانان آلمان ته د داخلیدو په تمه دي
په داسې حال کې چې له نوي ائتلافي حکومت څخه د ملګرو ملتونو د دې پروګرام د بیرته فعالولو تمه کيږي، د دغه ائتلاف د حکومتولۍ د تړون ابتدايي مسوده ښيي چې دوی به ورته ډېر نور پروګرامونه هم ودروي چې په هغه کې له افغانستان څخه د هغو خلکو له پاره پروګرام هم شامل دی چې د طالبانو له وېرې له دغه هېواد څخه تېښته کوي. تمه کيږي چې نوي پروګرامونه چې تر ډېره به یې تمرکز د آلمان د کار د بازار پر اړتياوې وي، د زړو ځای ونيسي.
خو دملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې اداره په واشنګټن کې د ولسمشر دونالد ترمپ، د نوي ادارې د چلند په اړه ډېره انديښمنه ده، چې د کار په لومړۍ ورځ یې د مهاجرو د بيا مېشتېدو په پروګرامونو کې د متحده ایالاتو ګډون ځنډولی وو.
د منلو د دغه پروګرامونو د بيرته پيلولو په اړه د محکمې پر يوې لارښوونې سربیره هم د ترمپ حکومت پر خپله پريکړه کلک ولاړ دی.