انځوريزرپوټ: د آلمان تر ټولو ښکلې پارکونه
منی د سيل او ګرځيدو موسم دی. د آلمان ډير ښارونه ښايسته پارکونه لري، چې د رخصتيو په ورځو کي ورته خلک ورځي. په دې انځوريز رپوټ کي د آلمان تر ټولو ښکلي پارکونه ليدلی شئ.
په مونشن کې انګليسې پارک
د مونشن انګلیسې پارک د نړۍ له مشهورو پارکونو څخه ګڼل کيږې. د دغه پارک پراختيا ۲۰۰ هکټاره ده، چې په ۱۷۸۹م کال کې د جوړولو چارې پيل او په ۱۷۹۲م کې د خلکو پر مخ پرانيستل شوې.
د فرانکفورت د ګلبوټو پارک
د فرانکفورت بڼ چې د ګرمسیر استواي بوټو او ګلانو ۱۳زره ډولونه لري، دغه پارک ۱۴۰ کاله پخوا جوړ شوی دی.
په مايناو کې د گلانو ټاپو
دغه ټاپو د آلمان په سويل کې د (بودن زې) دریاب پر غاړه پروت دی. د کال په هر موسم کې دغه ټاپو له رنګا رنګ ګلانو څخه ډک وي.
د هامبورګ زرغون زړه
د هامبورګ زرغون زړه د دغه ښار په دوديز پارک کي د (پلانتن او بلومن) په نامه ياديږې. په دغه پارک کې د غاټول ګلانو باغچې او د جاپانيانو دودیز ګلونو او کوچني رودونه سيلانيان جذبوي. د دغه پارک په سيند کي هر کال د دوبې په موسم کې د (نور او اوبه) کنسرت جوړیږې.
د سن سوسي قصراو پارک
د آلمان په پوتسدام کې د (سن سوسي) قصر د اروپا له څلورو مشهورو قصرونو څخه ګڼل کيږې او د روکوکو په سبک ودان شوې. دغه قصر او پارک په ۱۷۴۵م کې په ۲۰۰ هکتاره ځمکه کي جوړشوی، چې د پروس شاهي کورنۍ د هستوګنې ځاي وو.
د هانوفر اشرافي پارک
د (هرن هویزر ګارتن) د هانوفر اشرافي پارک دی چې په باروک سبک سره جوړ شوی دی. د جوړيدلو چارې يې په ۱۶۳۸ کال کې پيل او په ۱۷۱۰م کي بشپړې شوې. مساحت يې ۵۰ هکتاره ځمکې ته رسیږې چې ۱۱ زره ډوله ګلان او بوټې پکي ځای شوي او په اروپا کي د ارکیده ګلانو تر ټولو ستر کليکسون درلودونکی دی.
د ليورکوزن جاپانی بڼ
د ليور کوزن ښار د کمپاني باير پارک د جاپانیانو ښکلي بڼ په ۱۵ زره متره مربع ځمکي پراخوالي کې جوړ شوی دی. دغه بڼ په چایخانې، بودا مجسمې، ښامار او کاغذي جوړښتونو سره سيلانيان د ختيځي اسيا فضا ته بيايي.
د د ساو ـ ورليتز پارک
(دساو ورليتز بڼ) د اتلسمي ميلادي پيړۍ په دویمه نیمايي کې په ۱۴۲ کيلومتره مربع پراخوالي کی جوړ شوی دی. دغه پارک له ۲۰۰۰م کال راهیسې د يونسکو د فرهنګي ميراثونو په نوملړ کي شامل شوی دی.
د کسل غرنې پارک
د (ولهلمز هوهه غرنې پارک) د اروپا په لمن کې تر ټولو ستر پارک دی چي په کسل ښار کي جوړ شوی او يونسکو د نړيوال ميراث برخه ده. د دغه ګلبڼ د جوړیدلو چارې په ۱۶۹۶م کال کې پيل شوي چې بشپړيدلو يې ۱۵۰ کاله دوام کړی دی. د هرکول مجسمه، ابره ګان او له زرو زيات راز راز ګلان او بوټې د کتونکو انتظار کوي.
د (پوکلر) اشرافي پارک
د (فورت پوکلر پارک) د آلمان او پولنډ پر سرحدي سیمه ۸۳۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شوی دی. دغه پارک د آلمان او پولنډ په غوښتنه په ۲۰۰۴م کال کې د یونسکو له خوا د فرهنګي ميراث په توګه ومنل شو او په نړيوال نوملړ کي شامل کړل شو. دا پارک د باغوانۍ په هنر او سوچه طبعیت سره د کتونکو انتظار کوي.