آلمان: ښوونځیو کې د مهاجرو شمیر محدودولو ته غبرګونونه څه دي؟
۱۴۰۴ تیر ۲۳, دوشنبهکله چې زابینه شوارڅ، د خپلې یوې ملګرې له لارې په ښوونځیو کې د مهاجرت شالید لرونکو ماشومانو د شمیر محدودولو په هکله د آلمان د پوهنې وزیرې کارین پرین، د وړاندیز په اړه واورېدل، نو داسې یې ګڼله لکه یوه بده ټوکه یې چې اوریدلې وي.
د آلمان د پوهنې وزیره چې د مسیحي دموکرات ګوند یا CDU غړې ده، وايي چې د ښوونځیو له پاره د مهاجر زده کوونکو د شمېر د حد ټاکل یو «د تصور وړ موډل» دی. نوموړې زیاتوي چې آلمان باید وګوري نور هېوادونه څه کوي، څو معلومه کړي چې دا حد باید په ښوونځیو کې ۳۰ یا ۴۰ سلنه وټاکل شي.
شوارڅ، چې د آلمان د نوردراین وېسټفالن د یوه ابتدایه ښوونځي مدیره ده، وایي د پوهنې د وزیرې پرین، دغه وړاندیز په عمل کې نه شي پلی کیدي نوموړې زیاتوي چې موږ «په ښوونځيو کې د جرمني ژبې ویونکو او یا د آلمانانو له پاره حد نه لرو.» شوارڅ، وایي د هغو ۳۵۰ زده کوونکو څخه چې په دې ښوونځي کې زده کړه کوي، له ۸۰٪ ډېر یې د مهاجرت شالید لرونکو کورنیو څخه دي. د شوارڅ، په خبره، د دوی د ښوونځي ترڅنګ میشت المانان خپل ماشومان بل لیرې ځای ښوونځي ته لیږي او دا خواشینونکې ده.
شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې د آلمان د راین وېسټفالن ایالت دا قاعده ختمه کړه چې د دې ایالت اوسیدونکي اړ ول چې خپل یو ماشوم د خپلې استوګنې سیمې یوه ابتدایه ښوونځي کې شامل کړي. له همدې امله، ډېری والدین داسې ښوونځي نه خوښوي چې په کې د مهاجر ماشومانو فیصدي ډېره وي ځکه وېره لري چې دا به د هغوی د ماشومانو پر تعلیمي بریا او روزنه بد تاثیر وکړي.
شوارڅ وايي: «موږ تل اورو چې مهاجرت د ټیټې کچې تعلیم سره تړل کېږي او دا چې ماشومان ورو زده کړه کوي. خو د شوارڅ په خبره دا خبره بالکل ریښتیا نه ده. هغه وايي چې د بېلګې په توګه موږ له ۲۰۱۵ د مهاجرو له څپې ګټه پورته کړه ځکه ډېر داسې ماشومان راغلل چې ښو زدهکړو ته خورا ډیر علاقمند وو.»
د نورد راین ویستفالن ایالت کې د ابتدایه ښوونځي یادې مدیرې چې په رپوټ کې یې نوم هم بدل شوی، انتقاد کوي چې ټولو ماشومانو ته باید په یوه سترګه ونه کتل شي. هغه وايي: «داسې ماشومان شته چې د جګړې له امله ټپي شوي، شوک یې لیدلی او لا نه شي کولای چې د زده کړې په اړه فکر وکړي او داسې ماشومان هم شته چې تعلیم سره ډېره مینه لري، او داسې هم شته چې یوازې د فقر له امله راغلي آلمان ته راغلي دي.»
د دې ښوونځي چې شوارڅ یې مشري کوي، شعار دا دی چې هر ماشوم ته هرکلی، که له هر ځایه یاست. او هېڅ ماشوم یوازې نه پرېښودل کېږي.
د آلمان د پوهنې وزیرې پرین د وړاندیزونو په اړه غبرګونونه
په جرمني کې د ۸۰ میلیونه نفوس له جملې شاوخوا ۳۰ سلنه یې د مهاجرت شالید لري. خو په ځوانانو کې دا سلنه خورا لوړه ده، په ځانګړې توګه د دې هیواد په ښارونو کې. د بېلګې په توګه د برلین د احصایې دفتر وایي په دې ښار کې ماشومان د ټول نفوس ۱۷ سلنه برخه تشکیلوي، او په ورته وخت کې د برلین ښار د ټولو ماشومانو او ځوانانو ۵۵٪ د کډوالۍ ریښه لري. په ځینو سیمو لکه نوی کولن کې دا شمېره ان تر ۷۰٪ هم لوړه ده.
د آلمان د ښوونکو ټولنې مشر ستیفان ډول که څه هم د پوهنې د وزیرې پرین د طرحې د عملي کیدو په هکله شک او تردید لري، خو هغه د پرین له لوري د پیل شويو بحثونو هرکلی کوي. هغه د دغې طرحې له منتقدینو سره موافق دی چې اصلي ستونزه د مهاجرت نه، بلکې د الماني ژبې کمزوري ده.
نوموړي دویچه ویله ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د جرمني د ښوونکو ټولنه له کلونو راهيسي وايي چې که د زده کوونکو له ډلې ډېر یې د جرمني ژبې کافي پوهه ونه لري، دا ښوونکو ته تدریس ډیر سختوي. زموږ په اند دا بې ګټې اقدام دی چې یوازې د یوه ټاکلي حد له پاره دې زده کوونکي بیا ووېشل شي. دا له تنظيمي پلوه ناشوني کار دی او په ښوونځيو کې ټولنیز یووالی هم نه پیاوړی کوي.»
د آلمان د ښوونکو ټولنې مشر ستیفان ډول د فدرال او ایالتي حکومت د هغه پروګرام ستاینه وکړه چې د څو راتلونکو کلونو له پاره یې د هغو ۴۰۰۰ ښوونځیو له پاره چې پکې د مهاجرو زده کوونکو فیصدي ډېره ده، ۲۰ میلیارده یورو ځانګړي کړي دي.
بل لوري ته د جرمني د ښوونې او روزنې د برخې څېړونکی کلاوس هورلمان په ښوونځیو کې د بېلابېلو زده کوونکو په ګډه زده کړه کې ګټه ویني: «د وزیرې وړاندیز د درک وړ دی ځکه چې د اصليت او شالید له مخې د زده کوونکو ښه مخلوط شوی ټولګي په ښکاره ډول ښې پایلې لرلي شي.»
خو نوموړی خبرداری ورکوي چې د پرین د وړاندیز عملي کول به په آلمان کې تعصب او توپیر ته لاره هواره کړي. هغه وايي: «د دې اقدام له امله رامنځته شوې غلط فهمۍ او د توپیري چلند احساس هېڅکله د دې اقدام د احتمالي ګټو ارزښت نه کموي. غوره به دا وي چې د هغو ښوونځیو ملاتړ وشي چې پکې د زده کوونکو ډېر لوړ فیصدي د آلماني ژبې ستونزې لري.»
زده کوونکي بیا د د زده کوونکو پر حد ټاکلو باندې انتقاد کوي
د آلمان د زده کوونکو فدرالي ټولنې یا (Bundesschülerkonferenz) د پوهنې د وزیرې پرین، له لوري دغه وړاندیز غندلی دی. یادې ټولنې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې دغه اقدام یو خطرناک پیغام ورکوي او هغه دا چې ټولو ماشومانو ته په ښوونځیو کې یو ډول هرکلی نه ویل کیږي، عدالت به کمزوری شي او ماشومان بدناموي.» د اعلامیې په بله برخه کې راغلي دي چې «د یوه ماشوم د توکم او یا شالید هېڅکله باید د زده کړې د فرصت ټاکونکی فکتور نه شي. ښوونځی باید د ګډون ځای وي نه د ایستلو او ویش.»
خو د زدهکوونکو استازې اداره د وزیرې له یوه بل وړاندیز سره موافقه لري: «موږ د هغې له هغه وړاندیز سره موافق یو چې څلور کلن ماشومان باید د الماني ژبې د وړتیا آزموینه وکړي. خو دا باید په ټوله جرمني کې اجباري وي او یوازې د مهاجرو ماشومانو له پاره نه وي. که پایلې کمې وي، باید ژر، لازمي او اغېزمن ملاتړ ورکړل شي. یوازې په دې توګه کولای شو ډاډ ترلاسه کړو چې هر ماشوم د زده کړې په پیل کې یوه شان فرصتونه ولري.»
د جرمني د تعلیم او تربیې کیفیت کمزوری شوی
په جرمني کې د زده کوونکو ستونزې یوازې په هغو ماشومانو پورې محدودې نه دي چې مهاجرت شالید لري. کله چې په المان کې د تعلیم موضوع مطرح کیږي، نو بیا ښوونکي، والدین، زده کوونکي او کارپوهان ټول په دې موافق دي چې د ښوونې سیستم باید ژر اصلاح شي.
د PISA په نامه د زده کوونکو د رقابت په هکله تازه څېړنه چې په ۲۰۲۲م کال کې شوې، جرمني پکې د منځنۍ کچې په کټګوري کې راغلی دی. د یادې څیړنې له مخې، په آلمان کې د ۱۵ کلنو زده کوونکو په ډله کې لوست، ریاضيات او د ساینس په مضاماینو کې د زده کوونکو وړتیا تر ټولو ټیټې کچې ته ښکته شوې ده.
د ابتدایه ښوونځو د لوست د کچې نړیوالې څېړنې (IGLU) د موندنو پر اساس، په ۲۰۲۳م کال کې یو له څلورو زده کوونکو په آلمان کې د لوست ستونزې درلودې. په همدې کال کې ۵۶،۰۰۰ زده کوونکو ان د ټیټې کچې سند پرته ښوونځی ترک کړی دی. دا له ۷ سلنه څخه زیاته برخه ده او دا کچه مخ پر لوړیدو ده.
وړکتونونه د تعلیمي بریا له پاره مهم دي
په المان کې ډېر په دې نظر دي چې د مهاجرت شالید لرونکو ماشومانو د ښه ادغام او آلماني ژبې ستونزې باید په وړکتون کې حل شي، خو احصایې ښيي چې په جرمني کې په وړکتونونو کې شاوخوا ۱۲۵،۰۰۰ روزونکي کم دي چې دا هم یوه ستره ننګونه شمیرل کیږي.
زابینه شوارڅ خپله تجربه شریکوي: «موږ له وړکتونونو سره ډېر نږدې کار کوو، خو د هغوی د کارکوونکو کمښت نه شو پوره کولای. هغوی ته مسلکي روزونکي او مختلفې سرچینې او امکانات پکار دي څو د آلماني ژبې په زده کړه کې مرسته وکړي. له بده مرغه دا کار نه کېږي، نو موږ له وړکتون او لومړني ښوونځي ترمنځ یوه تشه لرو.» هغې ټینګار وکړ چې «د وړکتونونو کار د لومړني ښوونځي د بریا له پاره کلیدي دی.»