د آلمان په منهايم کې پر خلکو موټر ورځغلول شوی
۱۴۰۳ اسفند ۱۳, دوشنبهد آلمان پوليسو نن، دوشنبه (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۳) د دغه هيواد د لوېدیځ ښار منهايم په مرکز کې تر هغه وروسته چې سيمه ایزو رسنيو پر خلکو د موټر ور ځغلولو په تړاو رپوټونه خپاره کړل، له «ژوند ګواښونکي وضعيت» څخه خبره وکړه.
پوليسو وويل چې په دې پېښه کې يو کس وژل شوی او يو شمير نور ټپيان شوي دي.
پوليسو زياته کړې ده چې يو شکمن نيول شوی دی، خو زياته کړې يې ده چې لا روښانه نه ده چې آيا نورو کسانو هم په دې پېښه کې لاس درلود او که څنګه.
اړونده موضوع: پولیس: په مونشن کې پر خلکو موټر ځغلونه «افراطي اسلامپاله انګېزه» لرله
پوليسو له خلکو غوښتنه وکړه چې د سترو عملياتو له کبله دې د ښار دغه مرکزي ساحې ته چې د کارنيوال د کلتوري ميلې په ترڅ کې پکې خلک راټول شوي ول، له ورتګه ډډه وکړي.
د آلمان په يو شمير ښارونو کې نن، دوشنبه د کارنيوال د دودیزې میلې په مناسبت سترې غونډې ترسره کيږي.
د منهایم ۲۴ نيوز ويب پاڼې په حواله يو شمير کسان هغه وخت ټپیان شول چې يو تور سپورټي جيپ موټر چې سرعت یې ډېر وو د خلکو پر ګڼه ګوڼه ور و ځغلول شو.
د منهايم سهارنۍ ورځپاڼې په حواله په دې پېښه کې لږ تر لږه يو کس وژل شوی دی.
د آلمان د خبری آژانس «ډي پي ای» د يوه رپوټ په حواله د پېښې په ځای کې د ويجاړۍ نښې ليدل کیدلې. دې آژانس هم د لږ تر لږ يوه کس د وژل کيدو خبره کړې ده. د عيني شاهدانو په حواله يو تېز رفتاره موټر د خلکو پر هجوم ور ځغلول شوی دی.
اړونده موضوع: په آلمان کې د کرسمس بازار د برید وروسته غوسهناکې پوښتنې
د پوليسو په حواله پېښه د کارنيوال د میلې په مرکزي ساحه کې رامنځته شوې ده.
پوليسو د يوه احتمالي بريدګر او د پېښې د پس منظر په اړه نور جزيات لا نه دی ورکړي.
په تېرو څو اونيو کې په آلمان کې يو شمیر بريدونه وشول چې په ترڅ کې موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه ور وځغلول شوې. په دسمبر مياشت کې په ماګدبورګ ښار کې هغه وخت شپږ کسان ووژل شول چې يو ۵۰ کلن ډاکتر د کرسمس پر باراز موټر ور ځغلولی وو.
د فيبرورۍ مياشتې په نيمايي که هم په مونشن ښار کې ورته پېښه رامنځته شوه. په دې پېښه کې يوه ځوانه ښځه او يو ماشوم ووژل شول.