په آلمان کې يو افغان د پوليسو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی
۱۴۰۴ تیر ۵, پنجشنبهد آلمان پولیسو ويلي دي چې د پنجشنبې په ورځ پولیسو غوښتل چې د بادن وورتمبرګ ایالت په وانګن ښار کې يو ۲۷ کلن ځوان ونيسي څو د بند سزا چې د يوه مخکني جرم له کبله پرې محکوم شوی وو، تېره کړي .
پولیسو او څارنوالۍ په ګډه اعلاميه کې ويلي دي: «د عملياتو په جريان کې دغه کس ناڅاپه چاقو راایستلی او پرته له خبرداري یې پر پوليسو بريد کړی دی.» په دې ترڅ کې د پولیسو يو تن افسر ټپي شوی دی.
اړونده موضوع: په آلمان کي د چړې برید؛ يو افغان يې په تور نیول سوی
په اعلامیه کې راغلي دي: «د دې بريد په پایله کې [د چړې برید] پوليسو څو ډزې کړي دي.»
پولیسو او څارنوالۍ ويلي دي چې دغه افغان د ژغورنې پر هڅو سربیره هم د پېښې په ځای کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پوليسو يو افسر په دې پېښه کې د چړۍ د څو ګوزارونو هدف ګرځیدلی خو ژوند ته یې خطر متوجې نه دی.
اړونده موضوع: په آلمان کي د يوه افغان محاکمه؛ هغه په چړې سره بريد کړی وو
چارواکو په دې پېښه کې د پوليسو له لوري د ګرمو وسلو د کارولو په اړه څيړنې پېل کړي دي.
په ماضي کې د پناه غوښتونکو له لوري د چاقو يا چړۍ بريدونو په آلمان کې تاوده بحثونه پارولي ول او د مهاجرو د اخراج، په ځانګړي توګه هغو کسانو د اخراجولو په اړه یې غوښتنې شدیدې کړې وې چې په جرمونو لاس پورې کوي.
د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ، چې په می میاشت کې یې حکومت کار پېل کړی، د مهاجرت د قوانینو د سختولو هڅې پیل کړي چې پکې پر نورو سربیره له خپلو پولو د مهاجرو د بیرته ستنولو په شمول یو شمیر اقدامات شامل دي. .