آلمانانو تیر کال تر ټولو اسانه پاسورډونه انتخاب کړي
۱۳۹۹ دی ۲۴, چهارشنبهپه تیر میلادي کال کې آلمانان لا هم هغه ډله کسان دي چې په ډیجیټلي نړۍ کې تر ټولو ډیر اسانه پاسوروډونه انتخابوي. د هاسو پلاټنر انستیتوت د معلوماتو له مخې، په تیر میلادي کال کې تر ټولو ډیر کاریدونکي پاسورډونه «۱۲۳۴۵۶» او «۱۲۳۴۵۶۷۸» او یا هم په خپله د پاسورډ کلیمه وه.
د دغه انستیتوت په حواله په آلمان کې په شپږم مقام کې ډیر کاریدونکی پاسورډ «ichliebedich» چې په پښتو کې یې ژباړه «زه له تاسره مینه لرم» دی. په ۱۳ مقام کې بیا «killer» او په ۱۶مقام کې بیا «sonnenschein» کلیمه ده چې پښتو ژباړه یې د لمر ځلیدل دي.
دغه آلمانی انستیتوت ټینګار کوي چې خلک باید د دغه راز آسانه پاسورډونو پر ځای مغلقې او اوږدې کلیمې او یا هم کلیمې او عدودونه سره یوځای استفاده کړي.
په داسې حال کې چې د کرونا وبا له کبله، زیاتره ادارو خپلو کارمندانو ته له کوره د کار کولو آسانتیاوې برابرې کړي، دغه آلمانۍ انستیتوت وايي چې له دې سره په انترنتي جرایمو او غلاګانو کې هم زیاتوالی راغلی دی.